“پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونې کوي”

 

 

کندهار( پژواک، ۱۲ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار ولایت اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه تل سرغړونې کوي او افغان سرحدي ځواکونو ته سرخوږی جوړوي.

بل خوا د کندهار د ولایتي شورا یو غړی وايي چې افغان سرحدي ځواکونه په کمو امکاناتو او تجهیزاتو له خاورې ساتنه کوي، په داسې حال کې چې هغوی درنو وسلو او هوايي ځواک ته اړتیا لري.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له خوا سرغړونې دوام لري چې کله کله دغه سرغړونې په وسله والو نښتو هم اوړي.

هغه زیاته کړه، د پاکستاني ځوکونو دغه راز کړنو افغان سرحدي سرتېرو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

نوموړي د بېلګې په توګه د پنځو ورځو مخکې پیښه یاده کړه چې د سپین بولدک او ښورواک ولسوالیو تر منځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرو څاهانو په سیمه کې وشوه.

دی وايي، په دې سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ هغه مهال جګړه وشوه چې دوه تنه پر موټرسایکل سپاره وسله وال له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته را اوښتل.

د ده په خبره، دغه دوه تنه پر مخابره له پاکستانیو ځواکونو سره په اړیکه کې وو او هغوی ته یې ویل چې دوی همدا اوس له کرښې د افغانستان خاورې ته واوښتل.

دی وايي، افغان ځواکونو د دغو دوو تنو خبرې د کشفي مخابرو له لوري اورېدلې وې او پر هغو یې د درېدو غږ کړی و، خو د دې پر ځای چې وسله وال کسان ودرېږي د کرښې له هغې غاړي څخه پاکستاني سرتېرو د لرې ویشتونکو وسلو په وسیله پر افغان ځواکونو برید پیل کړ او وسله والو ته یې موقع برابره کړه چې وتښتي او له کرښې بیرته واوړي.

د ده په خبره، افغان ځواکونو هم ځوابي جګړه پیل کړه چې په پایله کې يې یو افغان سرحدي سرتېری ووژل شو او بل ټپي شو.

درانى وايي، دا پر ډيورنډ کرښه لومړنۍ او وروستۍ پیښه نه ده، بلکې د دې ولایت په سپین بولدک، ښوراوک، ریګستان، معروف، ارغستان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ډېرې ورته پیښې تکرار شوي دي.

ده وویل، د افغان دولت وسله وال مخالفين تل د ورانکارو فعالیتونو په موخه د پاکستاني ځواکونو په مرسته له کرښې را اوښتي او بېرته تللي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((د کرښې هغه غاړه د وسله والو لپاره د امن کور دی.))

دی وايي، پاکستاني ځواکونو په داسې حال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونو ته دوام ورکوي چې افغان ځواکونو کله هم ورته عمل نه دی کړی.

د ده په خبره، په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې د وسله والو مخالفينو روزنیز مرکزونه د ډيورنډ کرښې په هغې غاړه کې د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته څېرمه جوړ شوي خو هغوی یې کله هم مخنیوی نه کوي.

دی وايي، که څه هم د کندهار ۴۸۰ کیلومتره خاوره له ډیورنډ کرښې سره نښتې او د دومره اوږدې ساحې څارنه ډېرو امکاناتو او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري، خو بیا هم افغان سرحدي ځواکونو په شته امکاناتو په دغه ساحه کې پیرې او ګزمې کوي او د وسله والو د را اوښتو د مخنیوي په موخه کمینونه نیسي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو د ګواښونو او د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه سرحدي ځواکونو تر هر څه وړاندې هوايي ځواک ته اړتیا لري.

د سپین بولدک ولسوالۍ قومي مشر او د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي فدا محمد هم همدا نظر لري او وايي، په دې ولایت کې پراته افغان سرحدي ځواکونه تل له ګواښونو او فشارونو سره مخ دي.

ده هم وويل چې پاکستاني ځواکونه تل پر ډیورنډ کرښه سرغړونې کوي، خو یادونه یې وکړه چې دغه ستونزه د ژمي په راتلو یو څه کمه شوې ده.

هغه وویل، سرحدي ځواکونه په داسې حال کې د خاورې د ساتنې دنده په غاړه لري چې اړينې درنې وسلې او د هوايي ځواک لازم امکانات نه لري.

دی وايي، سرحدي ځواکونه په ډېرو لیرې ساحو کې دندې تر سره کوي او چې کله هم کوم سرتېری په جګړه کې ټپي شي، نو ان پر وخت روغتون ته د رسېدو امکانات هم نه لري.

هغه له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې سرحدي ځواکونو ته دې د درنو وسلو او زغره والو ګاډو تر څنګ هلیکوپتر هم ورکړي.

نوموړی وايي، پر ډیورنډ کرښه د وسله والو د را اوښتو او د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې افغان سرحدي ځواکونه باید نور هم پیاوړي، تجهیز او اکمال شي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د سپین بولدک ولسوالۍ په ګاونډ معروف ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له خوا د تاسيساتو جوړولو پر سر د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې وه چې یو افغان سرتېری په کې وژل شوی و.

وروسته بیا د موضوع اړوند د کابل او اسلام اباد تر منځ خبرې وشوې او دغه راز د افغانستان، پاکستان او ناټو په درې اړخيزه غونډه کې هم پر دغه موضوع بحث وشو.

هغه مهال د کورنيو چارو وزارت د پاکستان دغه اقدام يوه څرګنده تېروتنه ګڼلې وه او ويلي يې و چې د دغه هېواد سرحدي ځواک د افغانستان، پاکستان او ناټو د درې اړخيز تړون خلاف عمل کوي.

د یادونې ده چې دوې ورځې وړاندې په کندهار کې ډیورنډ کرښې ته په څېرمه ولسوالیو د پاکستان د بریدونو د غندلو په موخه لاریون هم وشو چې لسګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.