پاکستانيو ځواکونو يو ځل بيا پر کونړ ٤٩ توغندي توغولي

 

 

(پژواک، ٢٦ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو يو ځل بيا پر کونړ ولايت ٤٩ توغندي توغولي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ مطــــــبوعاتي مسـوول فرید دهقان د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستانيو ځواکونو تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې څخه پر سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو ۴۹ توغندي توغولي دي.

دهقان زیاتوي چې ۳۲ توغندي د سرکاڼو په شونکړۍ او خادي خېلو سیمو او ۱۷ نور د خاص کونړ په شالۍ سیمه لګيدلي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو د خلکو کروندې يې زيانمنې کړې دي.

د یادونې ده چې له تېرو دوه میاشتو راهيسې د کونړ ولایت د خاص کونړ ، سرکاڼو او پر دانګام ولسوالیو پاکستاني پوځیان توغندي راتوغوي چې خلکو ته په کې د سر او مال زیانونو اوښتو سربېره ډیرې کورنۍ هم کډه کولو ته اړ کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.