پاکستانيو ځواکونو له پرون راهيسې د تورخم دروازه تړلې

 

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): د تورخم دروازه له پرون راهيسې پاکستانيو ځواکونو د مسافرو پر مخ تړلې او دواړو خواوو ته سلګونه مسافر بند پاتې دي.

راپورونه وايي، د تورخم دروازې هغه خوا اووه جنازې هم راوړل شوي؛ خو د راوښتو اجازه نه ورکول کيږي او دغه راز لسګونه ناروغان هم د تګ په تمه دي.

پاکستانيو چارواکو رسنيو ته ويلي، دغه دروازه يې ځکه تړلې چې تېره ورځ په تورخم کې پاکستاني لور ته په ملېشه ځواکونو د ګرنېټو چاودنې شوې او له امله يې شپږ ملېشه او دوه عام افغان مسافر ټپيان شوي دي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۲۵مه پژواک ته وويل، اووه مسافر چې د افغانستان لور ته راوښتل په دغه پېښه کې ټپيان شوي او د تورخم په روغتيايي مرکز کې يې درملنه شوې ده.

نوموړی وايي: ((اوس هم لاره بنده ده او تېره شپه نږدې سلو مسافرو په تورخم کې شپه کړې چې موږ ورته د ډوډۍ او هلته د شپې کولو زمينه هم برابره کړې ده.))

د والي وياند زياته کړه، تر اوسه د تورخم دورازه کې مسافرو ته د تګ راتګ لپاره اجازه نه ده ورکړل شوې او سلګونه مسافر په دې غاړه کې ايسار پاتې دي.

د زيرک په نوم يو مسافر چې ناروغ يې پاکستان ته وړ او له پرون راهيسې په تورخم کې د تګ په تمه پاتې شوی، پژواک ته وويل، تر درې سوه پورې کسان په تورخم کې ايسار دي او په دې تمه دي چې پاکستان لور ته به د اوښتو اجازه ورکړل شي.

نوموړی زياته کړه: ((اووه جنازې هم د تورخم دروازې په پاکستانۍ خوا کې ايسار پاتې دي او اجازه نه ورکوي چې دې غاړې ته يې پرېږدي.))

تر اوسه پاکستانيو چارواکو مسافرو ته د تګ راتګ د اجازې ورکولو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې پاکستان تر دې مخکې څو وارې دغه دروازه تړلې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.