پاول: افغانستان کې د ناټو د سرتېرو زیاتوالی د دغه هېواد ثبات یقیني کوي

 

 

دآزادی راډیو
د البانیا په پلازمینه تیرانا کې د ناټو دفاع وزیرانو درې ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده خو د افغانستان په اړه یې خورا مهم مسایل وڅېړل.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر جنرال پیټر پاول وویل، په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو زیاتوالی به په اوږدمهال کې د دغه هېواد ثبات یقیني کړي.

هغه دا ټينګار وکړ چې د ناټو غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو درک کړې چې په افغانستان کې د اړتیا وړ برخو لپاره سرتیري ور زیات کړي خو په اړه یې قطعي پرېکړه وروسته نیسي.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر جنرال پیټر پاول زیاته کړه:

“د سرتېرو د شمېر زیاتوالی به زموږ د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموریت لا پسې غښتلی کړي چې په مټ به یې ناټو سازمان او ۳۹ غړي دا یقیني کړي چې افغان پوځیانو او بنسټونو کافي پرمختګ کړی او په اوږد مهال کې ثبات ولري. اوس چې د څه اړتیا ده هغه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره ډېره ونډه اخېستنه ده. له افغان هوايي ځواک سره همکاري، د هغوی «افغانستان» د خاصو ځواکونو پرمختګ او د پوځیانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري ته اړتیا ده.”

ښاغلي پیټر وویل، د ناټو لپاره تر ټولو مهمه خبره د امریکا نوې سټراټيژي وه او تر اعلان وروسته یې دا دی ټول مسایل په ډاګه شوي چې د همدې له مخې به ناټو هم خپله ونډه ادا کوي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د سټراټيژي د اعلان پر وخت په ناټو غږ وکړ چې له امریکا سره یوځای نور سرتیري افغانستان ته واستوي.

اخوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا ډېره مهمه ده چې ناټو د دغه هېواد د اړتیاوو له مخې سرتیري ور واستوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هوايي ځواک پیاوړتیا او د پوځیانو روزنه د اړتیا وړ برخې یادې کړې.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل:
“اساسي خبره دا ده چې څومره سرتېري راځي یا نه راځي دا زموږ لپاره دومره د هغه «بحث» وړ نه‎دی. څومره چې هغوی فیصله کوي. زموږ لپاره دا د اهمیت وړ دی په هغو برخو کې چې موږ ورته ضرورت لرو په هغو برخو کې کافي کسان له موږ سره موجود وي چې مرسته راسره وکړي. د مثال په توګه په ښوونې او روزنې برخه کې موږ اړتیا لرو او بل په هوايي برخه کې هم دوی باید د روزنې لپاره له موږ سره مرسته وکړي.”

لکه څنګه چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه خپل بې دریغه ملاتړ د اصلاحاتو په راوستلو او د اداري فساد په له منځه وړلو تړلی بللی ناټو هم ټینګار کړی چې افغان چارواکي باید اصلاحات راولي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند ډاډ ورکوي چې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره افغان حکومت پوره چمتووالی لري او د فساد د له منځه وړلو په خاطر یې هم د لسګونو قضیو مخه نیولې او لا هم هڅو ته دوام ورکوي.

ناټو اوس وخت څه باندې ۱۳ زره سرتیري په افغانستان کې لري چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځیانو روزنې، مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.