ټیلرسن: طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې که سوله ونه کړي له افغانستانه نه وځو

 

 

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحد ایالتونه به تر هغو له افغانستانه ونه وځي چې وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخیستی او له حکومت سره پخلا شوي نه وي.

ریکس ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د امریکا د نړیوالو چارو او ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې وویل«طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي؛ که دا کار ونه کړي امریکايي پوځیان د افغانستان له خاورې نه وځي.

«موږ به تر هغو له افغانستانه ونه وځو او په دې هیواد کې به پاتې شو چې د دوی تفکر بدل شوی نه وي او د افغانستان له حکومت سره یوځای شوي نه وي.»

ده همداراز وویل، دا امکان شته چې د سیاسي پخلاینې او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د یوځای کېدو له لارې داسي دولت جوړ شي چې د افغانستان له کلتور او دودونو سره سمون خوري.

ټیلرسن د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په اړه وویل چې د دې ستراتیژۍ بشپړه اجرا وخت ته اړتیا لري.

ده دا هم وویل چې مسله یوازې په افغانستان پورې نه رالنډېږي.

«پاکستان او هند د افغانستان د قضیې په هواري او د سیمې په ثبات کې دوه مهم هیوادونه دي. دوی په افغانستان کې د ثبات په ټینګښت کې هم زیات مهم دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه چې د ده په باور په افغانستان کې ثبات څه شی دی، وویل «د افغانستان ثبات یعني دا هیواد باید بیا هیڅکله د تروریستانو په خوندي پناهځای بدل نه شي.»

ټیلرسن دا هم وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، باید د هغو خطرونو مخه هم ونیول شي چې د پاکستان راتلونکې ګواښي.

ده وویل، پاکستان له ګڼو سرحدي ستونزو سره مخامخ دی او امریکا په دې برخه کې د پاکستان له راتلونکې او ثبات سره مرستې ته تیاره ده.

ده پاکستان ته د ورپېښو خطرونو جزییات څرګند نه کړل خو له څو کلونو راهیسې امریکايي او نور لوېدیځ قدرتونه د پاکستان د راتلونکې په اړه اندېښنې ښيي.

ټاکل شوې ده چې ریکس ټیلرسن ژر اسلام اباد ته لاړ شي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر تطبیق خبرې وکړي.

دی به له پاکستاني چارواکو په کلکه وغواړي چې په خپله خاوره کې د هغو تروریستانو پر ضد اقدام وکړي چې افغانستان ګواښي.

ده وویل«موږ له پاکستان څخه توقع لرو چې په خپله خاوره کې د هغو تروریستي ډلو پر ضد غوڅ عمل وکړي چې د پاکستان خپل خلک او د پاکستان له پولو بهر ملتونه ګواښي.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له پاکستان سره د متحدو ایالتونو مرستې د تروریزم پر ضد د پاکستان له همکارۍ سره تړلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.