ټیفا: سږ انتخابات ناممکن دي، له تخنیکي پلوه راتلونکی کال هم ګران دی

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د حکومت د ارادې نشتوالی، په حکومت کې دننه ناسالم رقابتونه، د حکومت له‎خوا د انتخاباتي طرحو ایسارول، د ناامنیو زیاتوالی او د ملي شورا د کار دوام، د انتخاباتو د ترسره کېدا په لار کې خنډونه ګڼي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو رئيس محمد نعیم ایوب‎زاده د پنجشنبې په ورځ کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل، حکومت ته انتخابات یوه لوبه ښکاري او نړیواله ټولنه دا وضعیت څاري خو پر افغان حکومت فشارنه راولي.

ایوب‎زاده روان وضعیت ته په کتو سره اندیښنه وښوده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په روان کال کې ترسره نه شي.
دی وايي:

“په خواشینۍ سره چې حکومت په انتخاباتو کې سستي کوي، دغه وضعیت چې موږ یې وینو، انتخابات په لومړیتوب کې نه‎دي، په ټوله کې سیاسي اراده او زماني او حقوقي ژمنه نه‎شته، تاسې چې دا وضعیت مطالعه کوئ، سږکال انتخابات ناممکن دي، له تخنیکي پلوه په راتلونکي کال کې به هم ګران وي.”

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د یوې اعلامېې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل د سیاسي او امنیتي وضعیت ښه کولو ته دې تدابیر ونیسي ځکه چې یوازې خبرې کافي نه‎دي.

دغه بنسټ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه هم وغوښتل چې خپله خپلواکي ثابته کړي او خپل زماني پروګرامونه پړاو په پړاو د نورو ښکیلو بنسټونو سره په همغږۍ، اعلان او د انتخاباتو برخه کې په بشپړې ژمنتیا عمل وکړي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ په داسې حال کې په روان کال کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات ناممکن ګڼي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون شاوخوا لس ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې که د روانې میاشتې ترپای پورې د انتخاباتو بودجه ځانګړې نه‎شي، دغه انتخابات به په روان کال کې ونه شي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند عبدالبدیع صیاد د رأیو ورکولو د مرکزونو د ارزونې او د هغو د ځایونو د ټاکلو په هکله، په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د انتخاباتو لپاره یې دولت ته د بودجې او د ټکنالوژۍ د کارولو طرحې وړاندې کړي او په دې برخه کې يې د دولت مرسته غوښتې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو ویلي چې د راتلونکو انتخاباتو د کېدو لپاره ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده او نور کارونه یې بشپړ شوي دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د انتخاباتو د مالي او امنیتي امکاناتو برابرولو ته هڅې روانې دي خو د انتخاباتو ترسره کول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون صلاحیت دی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بغلان د ولایتي شورا د پخواني رئیس محمد رسول محسني د څلور تلین په مناسبت په جوړې غونډه کې ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په ټاکلي وخت او شفافه توګه ترسره شي.
نوموړی وايي:

“انشاءالله دا ډاډ درکوم چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل هم زموږ هیله ده، هم نیت دی او هم ورته اراده شته، په دې لاره کې له خدایه مرسته غواړو او ټول ورته باید یو لاس اوسو.”

ښاغلي عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات به هم په ټاکلي وخت ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، د انتخاباتو د کېدو لپاره هېڅ نه ویني.

د دغه بنسټ رئیس وايي، که وضعیت همداسې دوام ومومي او انتخابات ونه شي، د خلکو او حکومت ترمنځ به واټڼ زیات شي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.