ټرمپ وړاندیز کړی افغانستان کې دې جنرال جان نیکلسن له دندې لېرې شي

 

 

دآزادی راډیو
د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نیکلسن له دندې لېرې شي.

د ازادي راډیو د خبرونو مرکز د سرچینو په حواله لیکلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دا وړاندیز ځکه کړی چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د روانې جګړې له بنُ‎بسته بې حوصلې شوي دي.

د رپوټونو په حواله، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ له دې امله چې د هغه په باور، د افغانستان په جګړه کې پرمختګ نه کېږي، په قهر دی.

ټرمپ تېره میاشت په دې اړه له خپلو سلاکارانو سره غونډه کړې او له هغوی یې توضیح غوښتې چې په داسې جګړه کې چې ۱۶ کاله یې دوام کړی، د لوبې پای څه ډول ترسیمېدلای شي.

دا خبر رویټرز، اسوشیټېډ پرېس، ان.بي.سي نیوز او نورو خبري رسنیو د پټو سرچینو په حواله خپور کړی دی.

رپوټونه وايي، ډونالد ټرمپ د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس او د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال جوزېف ډنفورډ ته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نیکلسن پر برطرفۍ غور وکړي.
ډونالد ټرمپ هغوی ته ویلي چې جنرال جان نېکلسن په افغانستان کې جګړه نه ګټي نو له دې امله باید له دې دندې، د هغه پر لېرې کولو فکر وشي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، ډونالد ټرمپ همدا راز استدلال کړی چې امریکا باید د افغانستان له حکومت سره د مرستې په بدل کې د هغه هېواد د معدنونو په ګټه کې چې تقریباً یو ترلیون ډالر ګڼل کېږي، خپله برخه ولري.

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ شکایت کړی چې په افغانستان کې د جګړې بار د امريکا پر غاړه دی خو د معدنونو او طبیعي زېرمو ګټه به یې د چین حکومت ته رسېږي.

ډونالد ټرمپ له دفاع وزیر، امنیتي چارواکو او خپلو سلاکارانو سره تر دې غونډې یوه ورځ مخکې، یو شمېر هغه منصبداران په سپینه ماڼۍ کې د غرمې ډوډۍ ته ور بللي وو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه له هغوی سره خبرې کړې او د هغوی نظرونه یې اورېدلي دي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې له وربلل شوو کسانو یې پوښتنه وکړه چې امریکا ۱۷ کاله په افغانستان کې پاتې شوه او دی غواړي وپوهېږي چې امریکا ولې دومره موده هلته پاتې شوې او څه باید وکړي؟

ټرمپ خبریالانو ته ویلي:

“ما د ډېرو خلکو زیات نظرونه اورېدلي خو ما غوښتل چې له هغو کسانو سره خبرې وکړم چې په افغانستان کې یې وخت تېر کړی او هلته یې خدمت کړی دی.”

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن د لېرې کېدو پرېکړه لا نه‎ده شوې. خو رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به سبا بیا له خپلو امنیتي سلاکارانو سره وګوري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.