ټرمپ وايي، که سوله وشي په افغانستان کې به د خپلو عسکرو حضور کم کړي

دآزادی راډیو

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره‌یې خبرې چټکې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې کور ته د خپلو عسکرو د ستنولو هوډ لري ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سولې ته په رسېدو به د امریکايي عسکرو حضور کم کړي.

د مسکو ناسته

یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو په مسکو کې سره وکتل
ټرمپ د امریکا ملت ته په کلنۍ وینا کې وویل چې امریکايي عسکرو په افغانستان کې زیاته قرباني ورکړې ده.

هغه دا هم وویل چې لوی ملتونه په ناپایه جګړو کې نه‌ښکېلېږي.

نوموړي زیاته کړه:

“په افغانستان کې زما اداره د طالبانو په شمول له بېلابېلو افغان ډلو سره رغنده خبرې مخته وړي. که موږ په‌دې خبرو کې پرمختګ وکړو په‌دې به برلاسي شو چې د خپلو سرتېرو حضور راکم کړو او له ترورېزم سره په مبارزې تمرکز وکړو او موږ به هرو مرو له ترورېزم سره په مبارزې تمرکز زیات کړو. موږ نه‌پوهېږو چې یوې موافقې ته ورسېږو، خو په‌دې پوهېږو چې له دوو لسیزو جګړو اوس وخت رارسېدلی چې سوله وازمویو او بل لوری هم دقیق همدا کار غواړي دا یې وخت دی.”

ټرمپ وايي د افغانستان د لانجې د سیاسي حل لپاره‌یې خبرې چټکې کړي.
اوس وخت شااوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې دېره دي چې د ټرمپ په خبره نه‌ستړې کېدونکې جګړه‌یې کړې ده.

ارشیف، اوس وخت شااوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې دېره دي.
ارشیف، اوس وخت شااوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې دېره دي.
امریکا په افغانستان کې په‌دې اوږدې جګړې شااوخوا زر میلیارده ډالره مصرف کړی.

د امریکا ولسمشر داسې وخت سولې ته د رسېدو په شرط له افغانستانه د امریکايي عسکرو د حضور د کمولو خبره وکړه چې افغان ولسمشر اشرف غني په یوه لیک کې هغه ته په افغانستان کې د اغېزمن شمېر امریکایي سرتېرو د پاتې کولو په اړه وړاندیز کړی دی.

ارشیف/ د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۲۱ په نیویارک کې ولسمشر غني او ډونالد ټرمپ د یوې لیدنې پر مهال

ولسمشر غني له ټرمپ نه وغوښتل چې ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه نه‌باسي
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره په خپله ګڼ امریکايي پوځي او سیاسي مشران هم مخالفت لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
اسوشیټېډ پرس: د سولې موافقې ته د خلیل‌زاد بیړه د ټرمپ له مأیوسۍ سرچینه اخلي
د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ نن ملت ته په وینا کې دا هم وویل چې ادارې یې په افغانستان کې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره هلې ځلې چټکې کړي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

“ما په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره خپلې خبرې چټکې کړي. مخالف لوری هم ډېر خوښ دی چې خبرې ورسره وشي. زموږ سرتېرو نه‌ستړې کېدونکې جګړه وکړه د هغوی له زړورتیا مننه کوو. موږ اوس د دې جوګه یو چې د دې اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ممکن سیاسي حل لټولو ته دوام ورکړو.”

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې لپاره زلمی خلیل‌زاد د خپل خاص استازي په توګه ټاکلی، چا چې تر اوسه څو واره له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد وروستی وار په دوحه کې له طالبانو سره شپږ ورځې خبرې وکړې او ویې‌ویل چې تر بل هر وار یې دا ځل خبرې ډېرې مؤثرې وې.

سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل دي.

دغه مسئله پرون سې شنبه یو وار بیا د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې له یوه ډله افغان سیاستوالو سره د خپلو اساسي غوښتنو په توګه یاده کړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.