ټرمپ د افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې پریکړه ونکړه

 

دامریکاغږ

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په کیمپ ډیوډ کې د ملي امنیت د جګپوړو سلاکارانو سره د څو ساعتونو لپاره پدې وغږیده چې د افغانستان لپاره مناسبه تګلاره وټاکي.

خو سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس افغانستان ته د اضافي امریکایي عسکرو د لیږلو یا نه لیږلو پریکړه ونکړله. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز په کیمپ ډیوډ کې د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس ټولې لارې چارې څیړې او غور پرې کوي.

آغلې سینډرز وویل چې جمهور رئيس به “په مناسب وخت کې د امریکا ولس، زمونږ متحدینو او شریکانو او ټولې نړۍ ته اعلان وکړي.”

دا څوم ځل دی چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ملي امنیت د جګپوړو غړو سره د افغانستان لپاره د مناسبې تګلارې د ټاکلو لپاره غونډه کوي.

سپینه ماڼۍ وایي د ملي امنیت ټیم جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته په جنوبي آسیا کې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره د امریکا د نوې تګلارې په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر او نور جګپوړي غړي د جمهور رئیس نه غواړي چې افغانستان ته اضافي امریکایي عسکر واستوي خو په سپینه ماڼۍ کې ځیني نور بیا د عسکرو د لیږلو سره مخالفت لري.

هغوي چې د عسکرو د لیږلو سره مخالفت لري، مشري یې د جمهور رئیس جګپوړي ستراتیژي جوړونکي سټیف بنن کوله. جمهور رئیس ټرمپ هغه د جمعې په ورځ برطرفه کړ.

یوه غونډه چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې شوې وه، د دریو زرو نه نیولې تر پنځو زرو پورې د اضافي امریکایي عسکرو د لیږلو غوښتنه پکې شوې وه خو د دې تر څنګ په دریو نورو لارو چارو هم خبرې کیږي.

یوه دا چې په همدې اوسني شمیر امریکایي عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي، دویم دا چې ډیر لږ شمیر دې زیات شي او دریمه دا چې عسکر دې یو څه کم شي خو ډرون الوتکو حملې او د استخباراتي معلوماتو ټولول دې زیات شي او تمرکز دې د تروریزم ضد مبارزې باندې وشي.

د افغانستان د تګلارې لپاره یو خنډ پاکستان دی

یوه مسله چې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په مخ کې خنډ جوړوي،دا ده چې د پاکستان سره باید څه وشي. یوه غوښتنه دا هم ده چې متحده ایالات دې پدې غور وکړي چې که پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې جګپوړي غړي تعقیب نکړي، نو د هغو هیوادونو په لست کې دې ورګډ شي چې دولت یې د ترویزم ملاتړ کوي.

که پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکی دولت وګڼل شي، د امریکا لخوا به پرې ډیر سخت اقتصادي بندیزونه ولګیږي، د وسلو خرڅول او اخیستل به پرې بند شي او امریکا به خپلې اقتصادي همکارې هم پرې بندې کړي.

امریکایي چارواکي وایي چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ځیني کسان د طالبانو سره مرسته کوي خو پاکستان دا تور نه مني.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.