ټرمپ: افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن شتون بسنه کوي

 

دآزادی راډیو

د امریکا د ۲۰۲۰ زېږديز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن له بریا وروسته هم ډونالډ ټرمپ په خپل دریځ ولاړ او یو ځل بیا یې ویلي چې له افغانستانه به خپل سرتیري باسي.

ټرمپ چې په پام کې ده تر راتلونکو ۱۵ ورځو به واک نوي ولسمشر جوبایډن ته سپاري پرون یکشنبه (د مرغومي ۱۵مه) د جورجیا ایالات کې د وینا پر مهال ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن شتون بسنه کوي او نور باید دا ځواکونه خپل هېواد ته راستانه شي.

دی وايي: “موږ ۱۹ کاله افغانستان کې و، موږ خپل سرتیري له هغه هېواده بېرته راغواړو، هغه هېواد چې ستاسو له ډلې ځیني به ورسره نا اشنا یاست. موږ به ټولو ته ماته ورکوو، داسې تجهیزات، خلک او سرتیري لرو چې بل څوک یې نه لري. زموږ سرتیري د دې لپاره نه دي چې هغوی دې افغانستان کې د پولیس دنده ترسره کړي، هغوی جنګیالي او مبارزین دي چې ډېری یې خپلو کورونو ته راغلي.”

امریکايي سرتیري د دې لپاره نه دي چې هغوی دې افغانستان کې د پولیس دنده ترسره کړي.
د امربکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم څو ځله له افغانستانه د خپلو سرتیرو په ایستلو ټېنګار کړی و.

په دوحه کې د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي هوکړې پر بنست باید تر راتلونکو ۴ میاشتو له افغانستانه ټول امریکایي سرتیري ووځي.

د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه وایي، خو دوه میاشتې وړاندې یې د دوه زره امریکایي ځواکونو د وتلو په غبرګون کې ویلي و چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد بشپړ امنیت ساتلو ته چمتو دي.

خو یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت او امکاناتو لوړولو برخه کې بنسټیز کارونه نه دي شوي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل، که ټول په یوه غږ له اوسني نظامه ملاتړ وکړي، نو افغان امنیتي ځواکونه د هر ګواښ پر وړاندې درېدلی شي.
دی وايي: “که شرایط همداسې وي چې نه د جمهوریت پر ریاست او نه د څوکۍ پر سر جوړېږو، نو سرتیري به مو هم کمزوري وي، که موږ یو قوي دولت ولرو، یووالی وساتو او د همدې جمهوري ریاست ترڅنګ که ښه دی که بد ودریږو هېڅ داسې قدرت به نه وي چې موږ مات کړي.”

له دې وړاندې د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي و چې اوس مهال ۹۶ سلنه عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ترسره کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.