ټاکنو کمیسیون: سبا ته د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیلیږي
دامریکا غږ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، ټاکل شوې سبا د شنبې په ورځ به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو را روانو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو د نوم لیکنې بهیر په ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې پیل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د نوملړ د برابرولو لپاره دا نوم لیکنه به په دوو پړاونو کې ترسره شي.
ښاغلي هاشمي وویل ” لومړی پړاو د حمل له پنځویشتم څخه شروع کیږي تر دوویشتم د ثور پورې او بل پړاو یې د ثور د درویشتم څخه د جوزا د درویشتم پورې دوام مومي”.
د دغه مهالویش پر اساس به لمړی د نوم لیکنې بهیر په ښارونو کې پیل شي او بیا به ولسوالیو ته وغځول شي.
سید حفیظ الله هاشمي وايي، چې د رایې ورکوونکو د نومونو د ثبتولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۱۱ زره مامورین په کار ګمارلي، چې۲۲ زره نور به په دویم پړاو کې وګمارل شي.
تاکل شوې چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر به د تابعیت تذکرو پر اساس ترسره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني، په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو د نوم لیکنې د بهیر د پیل له امله د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې ده.
ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جمهور رئیس غني د پنجشنبې په مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې له والیانو، د قول اردوګانو او د پولیسو د زونونو له قوماندانانو سره د رایې ورکولو د بهیر په اړه د خبرو پرمهال له هغوی وغوښتل، چې د ټاکنو له کمېسیون سره دې د نوم لیکنې په بهیر کې مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد هم حاضر وو.
د ارګ اعلامیه وايي، جمهور رئیس غني، د ولایتي ملکي او امنیتي چارواکو وغوښتل، چې د ټاکنو په بهیر کې خپل بې طرفي وساتي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې ۲۸مه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره په پام کې نیولې ده.
نظرات بسته شده است.