يوناما: جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په موخه له ټولو اړخونو سره له نږدې کار کوو
کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی (يوناما) مشر تداميچي ياماموتو وايي چې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په موخه له ټولو اړخونو سره له نږدې کار کوي.
تداميچي ياماموتو دغه څرګندونې دلړم په ٢مه، د ملګرو ملتونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه زياته کړې : (( د نړۍ په هر ګوټ کې نن خلک د ملګرو ملتونو ورځ نمانځي. دلته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د دې سازمان د سپېڅلو ارزښتونو پر پلي کولو خپل ځان ژمن بولي چې له سولې څخه به ملاتړ او د ټولو افغانانو له کرامت او حقونو څخه به ساتنه کوي او همدارنګه د يوه باثباته او هوسا ملت په رامنځ ته کولو کې به ونډه اخلي.))
ياماموتو ويلي، ملګري ملتونه له افغانستان او د دې هېواد له خلکو سره اوږدې او ځانګړې اړيکې لري او پر دې اوږد مهاله همکاريو او ملګرتيا وياړي.
نوموړي زياته کړې: (( زموږ اصلي لومړيتوب د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهير څخه ملاتړ دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی (يوناما) جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په موخه له ټولو اړخونو سره له نږدې کار کوي.
د هغه په وينا، دوى د قانون د حاکميت پر بنسټ د يوه عادلانه، پرانيستي او د کار وړ دولت د رامنځ ته کولو ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی ولري.
د يوناما مشر ويلي، بله تر ټولو مهمه موضوع ټاکنې دي. دا اړينه ده چې ټول خلک بايد په ټاکنيز بهير اعتماد ولري او رايه يې بايد حساب شي.
ياماموتو وايي : (( اجازه راکړئ ډاډ درکړم، چې ملګري ملتونه ژمن دي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د رڼو او له اعتماد وړ ټاکنو څخه ملاتړ کوي. ))
د هغه په وينا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ له شلو څخه د زياتو ځانګړو موسسو جوړه ده او هڅه کوي څو د عامو افغانانو ژوند ښه شي او په مهمو برخو لکه روغتيا، ښوونې او روزنې، د برابرو حقونو له مخې ښځو او نارينه وو ته د کار زمينې برابرولو، کرنې او چاپيريال ساتنې په برخو کې کار کوي.
ده زياته کړې : (( موږ هڅه کووډاډ تر لاسه کړو چې زموږ مرستې د ټولنې تر ټولو اړمنو وګړو ته رسيږي او د افغانانو د لومړيتوبونو له مخې تل پاتې پراختيا ته لاره هواريږي. ننګونې ښايي ډېرې لويې تر سترګو شي، خو موږ له افغانانو څخه ملاتړ کوو تر څو د پام وړ پرمختګونو ته ورسيږي. ))
د يوناما مشر په دې پيغام کې د عامې روغتيا، ښوونې او روزنې، حکومتدارۍ او نورو برخو کې د خپلو مرستو او همکاريو يادونه کړې ده.
هغه وايي : (( موږ تېر کال له افغانانو سره د تېرو ۷۰ کلونو په څېر د کار کولو وياړ درلود. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ملګري ملتونه له افغانانو سره د سولې د تامين او د هېواد د سمسورتيا لپاره کار ته ادامه ورکوي.))
نظرات بسته شده است.