ویس برمک او معصوم ستانکزی پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره پاکستان تللي

 

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس اسلام اباد ته ورسېدل.

ټاکل شوې چې ویس احمد برمک او معصوم ستانکزی نن د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره وګوري.

ویل کېږي چې په دې کتنه کې به په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر اشرف غني ځانګړی سلاکار حضرت عمر زاخېلوال د دغو دوو افغان امنیتي چارواکو ملګرتیا کوي.

حضرت عمر زاخېلوال هم پر خپل ټیوټر پاڼه لیکلي چې یاد چارواکي پاکستان ته رسېدلي چې له پاکستانیو چارواکو سره به پر یو شمېر مسائلو خبرې وکړي.

View image on Twitter
View image on Twitter

Dr Omar Zakhilwal

@DrOmarZakhilwal
Received good friends our @NDSAfghanistan Chief Mr. Stanekzai & Min of @moiafghanistan Mr. Barmak for some Important meetings today in Islamabad with Pakistan Prime Minister & other Civil, Military & Intelligence leadership. @GMICafghanistan @ARG_AFG@AshrafGhani@afgexecutive

4:10 PM – Jan 31, 2018
21 21 Replies 57 57 Retweets 199 199 likes
Twitter Ads info and privacy
دغه افغان پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې خونړو وسله والو او انتحاري حملو سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړول چې تر ډېره یې د پړې ګوته پاکستان ته نیول کېږي.

پاکستان له وسله والو ډلو څخه د ملاتړ په تور په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت لخوا تر سخت فشار لاندې دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.