ویتنام غواړي له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي

 

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځپلي هېواد ویتنام سفیر ډانګ ډناکوې ویلي، هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې د خپلو تجربو د شریکولو همکاري وکړي.

ښاغلي ډناکوې ویلي، د افغان سولې په رابطه د امریکا، افغان حکومت او قطر د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي ویتنام د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې په رابطه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۵۱۳م نمبر پریکړه لیک ته په دې خاطر مثبته رایه ورکړې چې په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته لاره هواره شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه منظور کړه خو ټینګار یې وکړ چې هیڅ یو لوري ته د طالبانو اسلامي امارت د منلو نه دی او دوی له هغه افغانستان څخه ملاتړ کوي چې د ښځو، اقلیتونو او بشر حقونه په کې خوندي وي.

ویتنام هغه هیواد دی چې نوي یمه لسیزه کې ترې امریکا خپل ځواکونه وویستل او دغه هیواد اوس کورني ثبات ته رسېدلی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.