وکیلان: اچین کې د ستر بم له استعمال وروسته داعشیان په خپل ځواک پاتې

 

دآزادی راډیو

په داسې حال کې چې د امریکا متحدوایالتونو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په ننګرهارکې د داعش د مرکزونو د له‎منځه په هدف له ستر غیرهستوي بم څخه استفاده وکړه خو په ولسي جرګې کې د ننګرهارد خلکو ځینې استازي وايي چې لا هم داعش په دغه ولایت کې یو بالقوه ګواښ دی.

په ولسي جرګې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې داعش اوس ننګرهار کې دا توان پیدا کړی چې له اچین ولسوالۍ څخه پر چپرهار ولسوالۍ برید وکړي.

د نوموړي په خبره داعشیان هڅه کوي چې د توره بورې په سیمه کې مرکز جوړ کړي.
دی وايي:

“داعشیان د خط په هماغه لومړۍ کرښه چې بمبار کېږي منظم حضور لري او اوس چپرهار ولسوالۍ ته راغلي دي او د دې لپاره پلانونه جوړوي چې د اسامه بن لادن مرکز ته چې توره بوره وه راشي او دوي لاهم په خپل زور کې دي او قوت یې لاپسې زیات شوی دی.”

د نوموړي په خبره که څه هم په وروستیو جګړو کې داعشیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دغې ډلې په جګړو کې کموالی نه دی راغلی.

په ولسي جرګې د ننګرهار د خلکو یو بل استازی سید اکرام بیا وايي چې د داعش او نورو وسله‎والو ډلو د ځپلو لپاره په کار ده چې نړیواله ټولنه افغان ځواکونه لا ښه سمبال کړي.

شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه د امریکا له لوري په ستر خو غیرې هستوي بم ووېشتل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغه برید کې سل تنه داعشیان ووژل شول خو د دوی په خبره ملکي وګړو ته په‎کې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

د افغان چارواکو په خبره داعشیانو د اچین ولسوالۍ په ډېرو برخو کې ماته خوړلې او لاهم د دغې ډلې د له‎منځه وړلو لپاره پوځي عملیات روان دي.

په وروستي مورد کې د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې لېوا قوماندان محمد نیسم سنګین ازادي راډیو ته وویل چې نېږدې ۱۰۰ داعشیان له اچین ولسوالۍ څخه چپرهار ته راغلي چې ډېر ژر به یې پرضد پوځي عملیات پیل شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې داعشیانو په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې داعش په افغانستان کې خپل وروستي تحرکات ترسره کوي.
وزیري زیاته کړه:

“داعشیانو کاملاً په افغانستان کې ماته خوړلې او د تحرکاتو اخري ورځې یې دي او هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل حضور وښيي، تاسو په دې پوهیږئ چې د شینوارو په ولسوالۍ کې داعشیان له‎منځه تللي او څو ډلې یې چې په غرونو کې پاتېپوځي عملیات روان دي او ژر به هغوی هم له‎منځه یوړل شي.”

د ښاغلي وزیري په خبره د داعشیانو شمېر چې پخوا درې زره او پنځه سوو تنو ته رسېده خو اوس یې شمېرپنځه سوو او یا شپږ سوو تنو ته رسېږي.

د دفاع وزارت ویاند همدا راز وايي چې له ننګرهار پرته داعشیان د افغانستان په بل ولایت کې فعالیت نه لري خو ځینو حکومتي چارواکو دا ویلي چې دغه ډله په جوزجان او ځینو نورو سیمو کې فعالیت کوي.

محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.

magbo system