ولسي جرګې د ۱‍۳۹۷ لمریز کال بودجه رد کړه

دآزادی راډیو

د یادې جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲ مه» په عمومي غونډه کې د حکومت له خوا دوی ته پر ورسپارل شوې بودجې بحثونه وکړل او ويې ویل چې دغه بودجه د تېرکال په نسبت ۶۷ میلیارده افغانۍ کمه شوې او د تېرکال ځینې مهمې پروژې پکې نه دي ځای پرځای شوي.

د ۱۳۹۷ لمریز کال په بودجه کې د تېرکال په پرتله د ۶۷ میلیاردو افغانیو کموالی، په دولتی ادارو کې د ۲۲۰۰۰ نویو بستونو زیاتېدل، په نوې بودجه کې د تېرکال د ځنډېدلو پروژو لپاره د مالي امکاناتو نشتوالی او د ولایتونو په کچه د بودجې نا انډولتوب هغه مهم ټکي وو چې له امله يې د راتلونکې لمریز کال بودجه رد شوه.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي پر یادې بودجې د جرګې د غړو له بحثونو وروسته وویل :

“د ۱۳۹۷ لمریز کال مالي بودجې، د څه باندې ۱۲مواردو نیمګړتیاو لکه نا انډولتوب، له موجه دلایلو پرته د تشکیلاتو زیاتوالی، په کې د پراختیا کمښت او د اصولنامې د نه مراعتولو له امله یې، د جرګې د غړو قناعت حاصل نه کړ، له دې امله دغه بودجه رد شوه.”

د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمېسیون د رئیس امیرخان یار د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۱۳۹۷ لمریز کال ټوله عادي بودجه ۲۶۷ میلیارده افغانۍ ده او پراختیايي بودجه یې ۹۳ میلیارده افغانۍ ده چې د روان کال د قوس په میاشت کې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استول شوې وه.

د ولسي جرګې ځینو غړو دا هم وویل، د ماليې وزارت د دغې بودجې په مسوده کې پراختیايي پروژو ته د ځینو اړو ولایتونو وړاندیزونه هم په پام کې نه دي نیولي.

دوی وویل، د بودجې په ترتیبولو کې د ځنډ له امله، همدا اوس یو شمېر دولتي کارکوونکي شته چې میاشتنۍ تنخواګانې یې پر وخت نه دي ورکړل شوي .

د اقتصادي چارو پوهان پر وخت د بودجې ترتیبول او تصویبول، د حکومت د کارکوونکو د تنخواګانو، پراختیايي پروژو، تړونونو او د پرمختګ د ټولو برخو لپاره مهمه ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمد شبیر بشیري ازادي راډیو ته وویل، د بودجې د تصویب ځنډېدل په موقتي توګه، په اقتصادي او د خلکو پر ورځنیو چارو ناوړه اثر پرې باسي، خو له نیمګړې بودجې څخه د هغې ردېدل سودمن دي.

ښاغلي بشیري وویل:

“د بودجې ځنډېدل زما په نظر ښه دي، ځکه چې بودجه د دولت سیاست دی چې له مخې یې کولای شي متوازنه پراختیا راشي، ټولنیز عدالت تامین شي، کلي پراختیا ومومي او دا چې ولسي جرګې رد کړې ده، معلومېږي چې انډول په کې په پام کې نه دی نیول شوی.”

دا لومړی کال نه دی چې د حکومت له خوا ترتیب شوې بودجه د ولسي جرګې له خوا ردېږي، بلکې په تېرو کلونو کې هم د یادې جرګې له خوا ملي بودجه څو ځلې رد شوې او بیا له اصلاحاتو وروسته، تصویب شوې ده.

په تېرو کلونو کې د بودجې د ردېدلو او پکې د اصلاحاتو د راوستلو له امله، د دولت د ځینو ادارو په تنخواګانو کې ځنډ هم رامنځته شوی دی .

په دې هکله د ولسي جرګې رئيس ټینګار وکړ چې حکومت دې ژر تر ژره د جرګې د غړو پر وړاندیزونه غور وکړي او یوه اصلاح شوې بودجه دې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ور واستوي.

د ماليې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم‌زی وايي، سره له دې چې د راتلونکي کال بودجه شفافه او د دولت د اړتیاوو او د پراختیايي پروژو ټول اړخونه په کې په پام کې نیول شوي او متوازنه ده، خو بیا به هم د ولسي جرګې د غړیو په نظریاتو یو ځل بیا غور وشي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.