ولسمشر ټرمپ د تروریزم پر ضد د پاکستان له اقداماتو راضي نه دی

 

تاند- سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډانلډ ترمپ د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د پاکستان له لوري په پرمختګ راضي نه دی.

سپینې ماڼۍ همداراز وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د لومړي ځل لپاره پاکستان د خپلو اعمالو مسوول بولي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال مطبوعاتي رييس راج شاه د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل«په دې خبر یم چې له پاکستان سره زموږ په اړیکو کې یو څه وضاحت رامنځته شوی. د لومړي ځل لپاره موږ پاکستان د خپلو اقداماتو مسوول ګڼو.»

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له کله چې ولسمشر ټرمپ د تېر کال په اګست کې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه نوې ستراتیژي اعلان کړې، کوم پرمختګ شوی او که نه دی، وویل:

«د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې زموږ له شریکانو سره له نژدې کار کوي. موږ د داعش پر ضد د پام وړ پرمختګ کړی، د هغو حضور مو محدود کړی او په سلګونو جنګیالي مو له منځه وړي دي. موږ د دوی لوی مشران ختم کړي، او سخته هڅه کوو چې د دوی مشران له منځه یوسو او په دې هم کار کوو چې که هر ځای د دوی مشران څرګند شي، د هغوی اډې له منځه یوسو.»

پینتاګون: پاکستان ته یو بل فرصت ورکوو

له دې جلا په پینتاګون کې په یوه بله خبري غونډه کې د امریکا د دفاع وزارت ویندویې وویل چې د جنوبي اسیا پالیسي پاکستان ته یو بل فرصت ورکوي.

اغلې دنا وایټ وویل«دفاع وزیر باور لري چې پاکستان فرصت لري چې د سیمې امنیت ته ارزښت ورکړي، او ګټې یې په دې کې دي چې د سیمې امنیت ته درناوی وکړي. دا یو فرصت دی، او موږ به د پاکستان د ونډې هرکلی وکړو.»

د امریکا حکومت غواړي چې پاکستان دې ته حاضر کړي چې د طالبانو ملاتړ بس کړي. متحدو ایالتونو په لومړي ګام کې پر پاکستان نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته ودروله، او پرون یې د تروریزم د مالي مرستې او پیسو مینځلو د مخنیوي غړي هیوادونه وهڅول چې پاکستان د تروریستانو د ملاتړ کوونکي هیواد په توګه په تور لیست کې شامل کړي.

په دې لیست کې د پاکستان شمولیت د دغه هیواد اقتصادي ستونزې زیاتوي او له نړیوالو مالي موسسو څخه د پور اخیستل ورته ګرانوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.