ولسمشر غني یوځل بیا: د ولسمشرۍ انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره کېږي

دآزادی راډیو

ولسمشر اشرف غني پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره کېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د نوي پړاو خبرې یوځل بیا د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي، ولسمشر اشرف غني وايي چې د احتمالي سولې هر راز تړون به د افغانستان له حکومت سره کېږي.

د طالبانو د سرچینو په حواله راپورونه وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرون د طالبانو له استازو سره وکتل.

یوه طالب چارواکي چې په دوحه کې د پرونۍ کتنې له جریانه، پرته له دې چې ګډون پکې ولري، خبر دی خو د خبرو اجازه نه لري، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته یې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو پیل کړی.

ښاغلي غني پرون پنجشنبه د سوالونو او ځوابونو په یوه غونډه کې چې د طلوع د خصوصي ټلویزیون په نوښت جوړه شوې وه، په دوحه کې روانو خبرو ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د سولې په اړه اساسي پرېکړه به د افغان حکومت په ګډون په راتلونکو خبرو کې کېږي:

ده وویل: هلته په دوحه کې زموږ حضور ضروري نه دی، زموږ حضور په مستقیمو خبرو کې ضروري دی، له موږ پرته څوک د سولې تړون لاسلیکولای شي؟ د یوه دولت او غیر دولتي بنسټ ترمنځ موافقه کوم حقوقي حیثیت لري؟ د متحدایالاتو او ناټو اساسي شریک د افغانستان اسلامي جمهوریت دی چې واضح تړونونه ورسره لري او دا تړونونه د افغانستان د حقوقي بنسټ چې د افغانستان مقننه قوه ده، تصویب کړي دي او د افغانستان لویې جرګې هم تأیید کړي دي.

زلمي خلیلزاد له دې مخکې په اتو پړاوونو کې له طالبانو سره خبرې کړي چې دواړو خواوو یې نتایج مثبت بللي، خو د خبرو په دې ټولو پړاوونو کې افغان چارواکو ګډون نه درلود، ځکه چې د طالبانو مرکچیانو له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه کړې.

ښاغلي غني وویل، د ده د حکومت اساسي هدف د هغو خنډونو لېرې کول دي چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو پر وړاندې پراته دي.

دی زیاتوي: موافق یم چې خبرې ترسره شي، ځکه زموږ اساسي هدف د هغو خنډونو لېرې کول دي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو پر وړاندې پراته دي چې لومړی یې په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو حضور دی، خو له طالبانو سره د پاکستان، د ترورېستي ډلو او د مخدره موادو د قاچاقي شبکو اړیکې یې بل اړخ دی.

د طالبانو هغه چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره خبرې کړي، ویلي دي چې ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم دوه په دوه وکتل.

خلیلزاد او د طالبانو سرچینو د دې راپور د جوړېدو تر وخته د پرونیو خبرو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو امریکايي چارواکو او د طالبانو ویندویانو مخکې له دې هیله څرګنده کړې چې ښايي په دې پړاو کې دواړه لوري یوې وروستۍ موافقې ته ورسېږي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.