ولسمشر غني: په هېواد کې ۴۰ کلنې وينې بهېدنې ته د پای ټکی ږدم

دآزادی راډیو

د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د شینوارو لویې ولسوالۍ ته په ناڅاپي سفر لاړ او هلته يې د خبرو پر مهال ويلي چې اراده يې قوي ده او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وينې بهېدنې بهير بند کړي.

ده په خپلو خبرو کې د سولې مسایلو ته اشاره وکړه چې دی سوله په کعبې شریفې کې غواړي نه مسکو کې، دارنګه ولسمشر وویل چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې د ولس کار دی.
د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې له ولسي مشرانو مننه وکړه
ښاغلي ولسمشر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د شینوارو لویې ولسوالۍ ته يې هدف هم دا و چې د داعش پر ضد د دې سیمې او امنيتي ځواکونو څخه مننه او ستاینه وکړي.

درانګه ولسمشر په خپلو خبرو کې د شینوارو ولسوونو سره ژمنه وکړه چې د خلکو ړنګې شوې ودانۍ به ورته جوړې کړي.

له سيمې څخه باوري سرچينو ازادي راډيو ته وویل چې د غونډې په پای کې د شینوارو ځوانانو مداخله کړې او غوښتل چې ولسمشر څخه د شینوارو د ولایت جوړېدو ژمنه واخلي، خو هلته د محلي پولیسو له‌خوا مخالفت سره مخ شوي او غونډه په ګډوډۍ ختمه شوې ده.

د ویلو ده چې دې غونډې ته رسنۍ هم نه‌وي غوښتل شوي او د غونډې په تړاو د ولسمشر ویناوې د ولایت مطبوعاتي دفتر له‌خوا له رسنیو سره شریکې شوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.