ولسمشر غني په هلمند کې امنیتي حالات وڅیړل

 

دامریکا غږ

د هلمند په ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د هلمند د ښوراب پوځي اډې ته رسیدلی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزوي.

جنرال احمدزي دا هم وویل چې ښاغلی غني د هغو ۱۵ افغان سیمه ایزو پولیسو د کورنیو غړو سره چې د روانې اونۍ په سر کې د امریکا د پوځ په هوايي برید کې په تیروتنه کې وژل شوي وو، هم ګوري.

ولسمشر اشرف غني د لښکرګاه پر ځای ددې ولایت په شمال ۸۰ کلیو مترۍ کې د ښورآب پوځي اډې ته ولاړ او هلته يې له ملکي او نظامي مامورینو سره په یوه ستره غونډه ګې ګډون وکړ.

ښاغلي غني غونډي ته په وینا کې د هلمند په ناوه، ګرشک، مارجه او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو وروستۍ لاس ته راوړنې وستایلې او هغه یې د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړیدو نتیجه وگڼله.

ولسمشر غني هلمند ته د خپل سفر پر مهال یوازي له پوځیانو او ولایتي مسئولینو سره وکتل او د ولس سره د نه لیدلو په اړه یې وویل چې پلان لري د هیواد د ټولو قول اردوګانو لیدنه وکړي.

د هلمند والي حیات الله حیات بیا په خپلو خبرو کې هلمند د افغانستان د امن کیلي وباله او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې ددې ولایت امنیتي برخي ته زیاته پاملرنه وکړي. هغه په دې اړتیا هم ټینگار وکړ چې په هلمند کې د مخدره توکیو د قاچاق کوونکو پر وړاندې جدي مبارزه وشي.

جنرال احمدزي وویل ” ولسمشر غني به د دې پیښې د قربانیانو د کورنیو غړو سیمه ایزو پولیسو د مړینې له امله لاس پورته کړي او هم به په یوه جلا غونډه کې د هلمند امنیتي وضعیت وارزوي”.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.