ولسمشر غني په بلخ ولایت کې د برښنا ۲ پروژې پرانیستې

 
تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ په بلخ ولایت کې دوې پروژې پرانیستې.

ښاغلی غني نن سهار مزارشریف ښار ته لاړ.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني په خُلم ولسوالي کې د ۲۲۰/۲۰ کیلو ولټه برښنا سب سټېشن او په مارمول ولسوالي کې د برښنا د وېش شبکه برانیسته.

دا پروژې، چې ۱۸ زره کورنیو ته به برښنا ورسوي، د څه باندې اووه نیم ملیون یورو په لګښت جوړې شوي دي.

دا پیسې جرمني ورکړي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، ولسمشر غني وروسته په مزارشریف کې د بلخ ولایت د والي پهدفتر کې د یو شمېر شمالي ولایتونو له والیانو او نورو چارواکو سره ولیدل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.