ولسمشر غني وايي، ژر به اوربند اعلان کړي، طالبانو د اوربند په اړه اعلامیه رد کړه

 
تاند- په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د دې ډلې قاضي القضات ته منسوبه خبرپاڼه رد کړه، د افغانستان ولسمشر وايي، ژر به د اوربند په اړه پرېکړه وکړي.

په پام کې ده چې د افغانستان حکومت د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي.

په تېر کوچني اختر کې هم حکومت او هم طالبانو اوربند اعلان کړ. که څه هم ادعا کېږي چې طالبان د پاکستان د فشار په نتیجه کې اوربند ته تیار شول؛ خو طالبانو وویل چې تل یې په اخترونو کې اوربند کړی؛ په دې توبیر چې په تېرو اخترونو کې یې اوربند اعلان کړی نه و.

ولسمشر غني، چې د برېښنا د پروژې د پرانیستنې او د کاپیسا له خلکو سره د لیدو لپاره دې ولایت ته تللی، نن /چهارشنبه/ هلته وویل، د اوربند په اړه به ژر پرېکړه وشي.

ده دا هم وویل، خبرې روانې دي او هیله لري چې له طالبانو سره به سوله وشي.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي د خپلې ډلې قاضي القضات ته منسوبې خبرپاڼې، چې د لوی اختر په مناسبت پکې اوربند اعلان شوی و، رد کړې.

قاري یوسف احمدي ویلي چې د دې خبرپاڼې محتوا د طالبانو له تګلارې سره برابره نه ده.

د طالبانو قاضي القضات ته منسوبه خبرپاڼه په هرات، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې خپره شوې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.