ولسمشر غني وايي، د افغانستان د اوبو د کابو کولو لپاره به د بندونو پر جوړولو کار پیل شي

تاند- ولسمشر غني وايي، د بندونو د جوړولو لپاره د ځانګړي پلاوي څېړنې روانې دي او د دوی د کار له پای ته رسېدو سره به د بندونو پر جوړولو عملي کار پیل شي.

ولسمشر غني دا خبره نن /یکشنبه/ په بادغیس کې د افغانستان د حلقوي سړک د پاتې برخې د کار د پرانستنې په غونډه کې وکړه.

ولسمشر غني د دې پروژې، چې د فاریاب ولایت له قیصار ولسوالي څخه د بادغیس تر لامان پورې غځېږي، د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، د افغانستان د اوبو لپاره یې، چې ګاونډیو ته بهیېږي، یو پلاوی ګومارلی چې په دې اړه ژوره څېړنه وکړي.

د ښاغلي غني په وینا د دغو اوبو تر ۲۶ ملیارد مکعبه به د بندونو په جوړولو کنټرول شي.

ولسمشر غني د بادغیس خلکو ته د پرمختیايي چارو په برخه کې ګڼ زېري ورکړل.

ده وویل « ستاسې ولایت ته به په کافي اندازه او اصولي ډول برېښنا هم برابره شي. »

د افغانستان ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ازبکستان ته په وروستي سفر کې یې له دغه هیواد سره په اقتصادي برخو کې مهمې موافقې لاسلیک کړي چې پر اساس به یې ژر هرات او مزارشریف ښارونه د بادغیس، فاریاب او جوزجان له لارې سره ونښلي او دا کار به په بادغیس کې د خلکو اقتصاد وغوړوي.

ولسمشر غني د بادغیس ولایت او ترکمنستان ترمنځ په پوله کې د امنیت د ټینګښت لپاره د اقداماتو یادونه وکړه، ویې ویل« د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سرحد باید د دوستۍ او هراړخېزې همکارۍ پر سرحد بدل شي.»

محمد اشرف غني وویل«د بادغیس ولایت د لوا قومندان او نورو امنیتي مسوولینو ته زما واضح لارښوونه دا ده چې د اوسني وضعیت ساتنه بسنه نه کوي، راتلونکی کال دفاعي کال نشي کېدای، باید د پرمختګ او تحرک پر کال بدل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې وسله وال طالبان له ترکمنستان څخه د خپلې یوې قطعې لپاره معاش او مصارف اخلي څو د ترکمنستان پولې ته د داعش د غړیو د ورنژدې کېدو مخه ونیسي.

ترکمنستان او د منځنۍ اسیا نور هیوادونه له داعش څخه زیاته اندېښنه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.