ولسمشر غني نوازشریف ته په استولي لیک کې د دوو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ د خبرو وړاندیز وکړ

 

 

اند- پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته لیک استولی او په هغه کې یې د دوو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ د خبرو وړاندیز کړی دی.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې صدراعظم نوازشریف د افغان ولسمشر وړاندیز د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس سردار ایاز صدیق او د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

راپورونه وايي، د پاکستان د ملي اسمبلۍ رييس په دې موضوع له وړاندې څخه د پارلمان له غړیو سره خبرې پیل کړي دي.

دا هم ویل شوي چې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ژر افغانستان ته سفر وکړي څو د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې عادي شي او د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا لږه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.