ولسمشر غني له ټرمپ نه وغوښتل چې ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه نه‌باسي

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډونالد ټرمپ ته په یوه استولي لیک کې له نوموړي غوښتي چې ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه نه‌باسي.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی د ولسمشر غني له لوري ډونالد ټرمپ ته د استولي لیک محتوا ته په اشارې سره وايي چې د ښاغلي غني غوښتنه پر ځای ده او تر یو وخت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور اړین دی.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ژر وتل به ناوړه عواقب له ځانه سره ولري.

ښاغلي صدیقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې موضوع له ټینګار سره چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان وضعیت ته په پام سره د محمد اشرف غني غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي، زیاته کړه:

“ولسمشر چې په ډېرو حساسو او سختو شرایطو کې دغه لیک لېږلی، پر ځای اقدام دی، د افغانستان وضعیت ایجابوي چې نړیوال ځواکونه دې د مؤقت وخت لپاره په هېواد کې پاتې شي، ځکه دوی د امنیت، د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې ګټور دي، تمه لرو ټرمپ دغې غوښتنې ته لبیک ووايي او صادقانه همکاري وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د استولي لیک جزئیات خپاره کړي.

په دغه لیک کې محمد اشرف غني له ښاغلي ټرمپ نه غوښتي چې ټول ځواکونه دې له افغانستانه نه‌باسي، بلکې کولای شي د دغو ځواکونو شمېر درې زور سرتېرو ته راکم کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دغه لیک د سې شنبې په ورځ د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز ته سپارل شوی او افغان ولسمشر په لیک کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو کلنی لګښت به دوه میلیارده ډالرو ته راښکته کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور چې د افغانستان یو شمېر کورنیو رسنیو هم خپور کړی، په‌کې راغلي چې ښاغلی غني د ټولو ځواکونو له وتلو وېره لري او پوهېږي چې د امریکا له همکارۍ پرته به یو ځل بیا واک ته ونه‌رسېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست په‌دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه خوشحال خلیل وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ تر ډېره اقتصادي لیدلوری لري او تل دا نظر موجود و چې مبادا له افغانستانه په یو ځل د نړیوالو ځواکونو وتل به امنیتي تشه رامنځته کړي.

ښاغلی خلیل وايي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون پر اساس ولسمشر غني حق لري چې له امریکا سره دا ډول مسایل شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

“زما د معلوماتو له مخې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې افغان لوري له امریکا سره دا مسایل شریک کړي چې څه ډول کولای شو چې په‌دغه هېواد کې د جګړې لګښت راکم کړو، څو امریکايي لوري ته هم د قبول وړ وي او هم افغانستان کې کومه تشه رامنځته نه‌شي، د هغو شریکانو ترمنځ چې سراتېژیکي اړیکې لري دا یو معمول امر دی.”

امریکا دا مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شااوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.

خو داسې اندېښنې مطرح کېږي چې له طالبانو سره د سولې د توافق په صورت کې به یو ځل ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او ممکن دغه هېواد یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ولاړ شي او افغانستان به له بدمرغۍ سره مخ شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.