ولسمشر غني غزني ته د برېښنا د لین غځولو پروژه پرانیستل

 

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل له ارغندي څخه میدان وردګ او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کېلو ولټ برېښنا د انتقال لین پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د پنجشنبې په ورځ په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې جمهور رئیس غني وویل چې تر راتلونکې یو کال پورې به د غزني خلک له ۲۵ میګاواټه برېښنا څښتنان شي.

جمهور رئیس ټینګار کوي چې د افغانستان به برېښنا له پلوه د ځان د بسیا کېدونې ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د برېښنا د ترانزیټ په مرکز هم بدل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دې پروژې چارې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې له یوه هندي شرکت سره لاسلیک شوې وې چې نن يې تر میدان وردګ او غزني پورې کارونه بشپړ شول.

د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب هم چې په یادو مراسمو کې يې خبرې کولې وویل دا پروژه په دوه برخو کې تنظیم شوې چې ټول لګښت يې شاوخوا ۹۵ میلیونه ډالره کېږي او د امریکا د متحدو ایالاتو له خوا ورکړل شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.