ولسمشر غني: د نارضایتۍ احساس مخ په زیاتیدونکي ډول قومي بڼه اخلي

 

دامریکا غږ

ولسمشر غني د افغانستان او نړیوالۍ ټولنې ترمنخ د انسجام او څارنې د ګډ بورډ ناستې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې نارضایتۍ احساس مخ په زیاتیدونکي ډول قومي بڼه غوره کوي، چې نه شي کیدای د دې ډول قومي صف بندیو پټ زیانونه له پام څخه وغورځول شي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یکشنبه له غرمې مخکې د ارګ په ماڼۍ کې د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د انسجام او څارنې د ګډ بورډ یا جي سي ایم بي په شلمه ناسته کې خبرې کولې وویل ” باید دا ومنو چې پیچلې قومي نارضایتۍ په ژوره توګه احساس کیدلی شی، چې د تیر د نه پاملرنې او تبعیض زیږنده ده”.

ولسمشر غني وویل د ملي یووالي حکومت به په خبأ هیواد کې دغو زهرو خپریدو ته اجازه ورنه کړي.

ولسمشر غني،د نړیوالې ټولنې استازو ته وویل چې پداسې حال کې سره را غونډ شوي، چې کابل ښار لا هم د تیرې می د میاشتې د تروریستي په ویر کې دی.

ولسمشر غني وویل چې د کابل ښار له ښاریانو سره یې خبرې کړي او د کابل ښار امنیت یې د کار په لومړیتوبونو کې دی.

ولسمشر غني وویل” د کابل ښار له اووه زره ښاریانو سره مشورې له هغوی سره د اجماع او په امنیتي برخه کې د کلیدي اصلاحاتو او پرمختګ ښکارندوی دی”.

پدې ناسته کې ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د خپل څلور کلن پلان یادونه هم وکړه وې ویل چې دا امنیتي پلان به افغان ځواکونه لا پياوړي کړي.

ولسمشر وویل یو عملي پلان به له خلکو او نړیوالې ټولنې سره په درېیو اوونیو کې دننه شریک شي.

اصلاحات

افغان ولسمشر د نړیوالې ټولنې استازو ته وویل چې اصلاحات کوم اختیار ندی بلکې د اصلاحاتو راوستل یو حتمي کار دی، که اصلاحات رانشي، نو عام افغانان به خپل صبر په دواړو غاړو له لاسه ورکړي.

ولسمشر وویل اصلاحات باید د یوه فرد او یا یوې ادارې کار نه وي، بلکې ملي وي او د ټول حکومت لخوا عملي شي.

ولسمشر غني وویل” په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ملي دفاع وزارت د پام وړ اصلاح شوی دی او د امنیتي سکټور د اصلاح لومړیتوب ورته د کورنیو چارو وزارت اصلاح ده”.

سوله

ولسمشر غني پدې ناسته کې وویل چې د سولې غږ ته یې لبیک ندی ویل شوی، ولسمشر پدې ناسته کې وویل” سولې ته چې کوم لاس مونږ اوږد کړی، دا لاس ونه نیول شو. زمونږ دا غوښتنه چې له پاکستان سره دولت په دولت په اړیکو کې بې طرفي وساتل شي تر اوسه پلي شوي ندي”.

ولسمشر غني دا هم وویل چې طالبان باید پدې پوه شي، چې وخت د دوی په ګټه ندی.

ولسمشر دا هم وویل چې دوی کولی شي، واقعي سوله وکړي او یا د نړیوالې ټولنې لخوا د ترهګرې ډلې په لست کې زیات شي.

د انسجام او څارنې دا ګډه ناسته چې نن په ارګ کې دایره شوه، د مالیې وزیر د عواید په زیاتوالي هم خبرې وکړې، ترڅنګ د نړیوالې ټولنې په استازیتوب د اروپايي اتحادیې او په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.

ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د دغې ناستې پایلې د افغانستان اجرائیه رئیس او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي له خوا چې د افغانستان د مالیې وزیر به هم په کې ګډون ولري اعلان شي.
له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.