ولسمشر غني د خوست د هوايي ډګر الوتلار او د برښنا سب سټېشن پرانیستل Apr

 

 
تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست سفر د دغه ولایت د نوي هوايي ډګر د الوتلارې یا رنوې په پرانیستلو پیل کړ.

د هوايي ډګر لپاره د خوست د خلکو د کلونو غوښتنه بالاخره پوره شوه.

ولسمشر غني د دې الوتلارې د پرانیستلو ترڅنګ د خوست هوايي ډګر د رادار سیستم، د اطفایې ودانۍ او د داخلي سړکونو د جوړولو بنسټ کېښود.

د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ ميليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی.

دا په یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دوهم ولایتي سفر دی.

ده نن د خوست برښناکوټ (سب سټېشن) پرانیست چې ورسره په خوست کې د برښنا وېش ته لاره هواره شوه او په لنډ وخت کې به لږترلږه ۱۳ کورنه په برښنا روښانه شي.

پر بشپړو شویو پروژو ۱۰۰۷ ملیون افغانۍ لګول شوي دي او ۱۰۱۸ ملیون افغانۍ نورې په تازه پیل کېدونکو پروژو لګېږي.

خوست د ولسمشر غني لپاره له دې نظره هم مهم دی چې په تېرو انتخاباتو کې یې تقریباً د ټولو خوستیانو رایې ترلاسه کړې وې او په راتلونکي کې هم د دې ولایت رایې خپلې ګڼي.

ښاغلي غني د خوست ولايت له امنيتي مسوولينو سره په غونډه کې د دغه ولايت د امنيتې پلان د ارزونې ترڅنګ دوی ته د ټاکنو پروسې د امنيت او په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د هر ډول لاسوهنې څخه د مخنيوي لپاره لارښوونې وکړې.

ښاغلي غني د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ /اپریل ۱) ګردېز ته لاړ او د ارغندې – ګردېز ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا لاین او برښناکوټ یې پرانیستل.

د دې لاین یا مزې له لارې به په پکتیا او خوست ولایتونو کې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا ورسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.