ولسمشر غني د امریکا د کانګرس له غړو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

 

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس رئیس له افغان ولسمشر سره په کتنه کې په افغانستان کې د پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې امریکا به په بېلابېلو برخو کې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاول رایان د چهارشنبې په ماښام په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
نوموړی وايي، داړو خواوو د نورو مسایلو ترڅنګ له ترورېزم سره پر مبارزه، د سولې د هڅو او د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

“داړوخواوو د دواړخیزو همکارایو په پراختیا، له ترورېزم سره د مبارزې، سیمه ییزو مسایلو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په مثبتو تاثیراتو، په دفاعي او امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د انتخاباتو د چمتووالي او د افغانانو په رهبري او مالیکت د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.”

دی وايي چې ولسمشر غني ښاغلي رایان سره په کتنه کې په تېرو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالتونو له همکاریو مننه وکړه.

د امریکا د ګانګرس رئیس پاول رایان د چهارشنبې په ورځ تر غرمې ورسته کابل ته راغی چې د یو شمېر افغان پوځي چارواکو سره یې هم کتلي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې په دې اړه د ارګ له خوا خپره شوې راغلي چې ښاغلي رایان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو قربانۍ ستایلي او په ملکي پوځي برخو کې د حکومت اصلاحي پروګرامونه مهم بللي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید صفي الله هاشمي وايي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په هدف د امریکا یو اړ اقداماتو ته اړتیا ده:

“اړتیا ده پر پاکستان چې د ترهګرو رالېږونکی دی فشار زیات شي، په امنیتي برخو کې د امریکا پر ژمنو تجدید نظر وشي او د سولې او ثبات او د خبرو میز ته د طالبانو د کښېنولو په برخه کې هم باید مثبت ګامونه پورته شي.”

د امریکا د کانګرس رئیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې امنیتي وضعیت په دغه هېواد کې د اندېښنې وړ ښودل کېږي او ورسره ټاکل شوې په څو راتلونکو ورځو کې د ولسي جرګې انتخابات هم تر سره شي.

راپو: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.