ولسمشر غني او عبدالله عبدالله قطر ته تر سفر مخکې د مذاکراتي ټیم سره ولیدل

 

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۲: ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله قطر ته تر سفر مخکې د حکومت د مذاکراتي ټیم له رئیس او غړو سره ولیدل.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې لیدنه کې ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د سولې مرکچي پلاوي مشر او غړو ګډون درلود.

دغه ناسته چې نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ولسمشر غني د مذاکره کوونکي ټیم غړو ته ډاډ ورکړ چې د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو کلک ملاتړ له ځانه سره لري.

ولسمشر غني زیاته کړې د سولې خبرې یوه حساس پړاو ته رسېدلي او دا خبرې کوونکي ټیم به له طالبانو سره د یوه منسجم ټیم په توګه د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب خبرې اترې کوي.

ښاغلي غني مذاکره کوونکي ټیم ته په خبرو کې ویلي، جمهوریت او تنوع د دوی د ځواک نقطې دي او خلک کولی شي تنوع، وحدت او همغږي په دغه ټیم کې وویني.

په همدې حال کې ولسمشر غني ټینګار کړی چې اساسي قانون د ملي وثیقې په توګه ټولو ته حدود مشخص کړي دي.

ولسمشر زیاته کړې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې علما، ښځې او ځوانان هر یو خپل سیاسي وزن لري او د ټولنې د هرې برخې استازولي کولی شي.

محمد اشرف غني د طالب بندیانو د خلاصونو موضوع ته په اشارې سره ویلي، دولت د سولې پروسه کې هغه ژمنې چې نړیوالې ټولنې یې هیله لرله عملي کړي دي.

په ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ته په خطاب کې ویلي: «تاسو د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ څخه برخمن یاست او د مذاکراتو په جریان کې به د ملي واکمنۍ، ملي ارزښتونو او ملي ګټو د ساتنې، د جمهوریت، د ښځو د حقونو، بیان ازادۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټینګ ملاتړ لپاره د قربانیانو د کورنیو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوئ.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړې د افغانستان دولت د سولې پروسه کې خپل ټینګ عزم ښودلی او په خبره یې طالبان هم باید په دې برخه کې خپله ژمنتیا وښیي.

نوموړي د حکومت مذاکره کوونکي ټیم ته ویلي چې هغوی سخته دنده لري او په خبره یې باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد دي.

تر دې وړاندې ځینو حکومتي چارواکو ویلي وو چې د نن ورځې تر پایه به د حکومت له زندانونو پاتې طالب بندیان خوشې شي او په مقابل کې به یې طالبان هم کمانډو سرتېري خوشې کوي.

000
Related

خلیلزاد له ولسمشر غني او عبدالله سره پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې وکړې
جولای 1, 2020

In “خبرونه”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.