ولسمشر غني: افغانستان د مذهبي تفرقې او بې‎اتفاقۍ ځای نه دی

 

دآزادی راډیو

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د مذهبونو تر منځ د تفرقې اچونې په اړه اندېښنې را ولاړې شوې، افغان ولسمشر ډاډ ورکوي چې دا مهال په افغانستان کې د مذهبونو د پيروانو تر منځ بشپړ یووالی موجود دی او هېڅوک هم باید د افغانانو پر اخوت شک ونه‎کړي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د سې‎شنبې په ورځ په کابل کې د قران‎کریم د نزول د لسیزې د مراسمو په لمانځ‎غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هغه کسان چې هڅې کوي په حملو سره په هېواد کې د مذهبونو تر منځ تفرقه واچوي، پوه دې شي چې افغانستان د بې‎اتفاقۍ ځای نه دی.

کابل کې پر یوه جومات وروستۍ حمله.
کابل کې پر یوه جومات وروستۍ حمله.
ښاغلي غني زیاته کړه:

“دغه ملک د مذهبي تفرقې ځای نه‎دی او که فکر کوئ چې زموږ پر تکایاو باندې حملې وکړئ، زه تاسې ته ډاډ در کوم چې هر سني مذهب به د تکایاو د ساتنې لپاره قرباني ورکړي او همداشان به هر شعیه مذهبه له جومات څخه دفاع وکړي او نه باید پر افغاني وروروالۍ شک ولرو.”

که څه هم افغان ولسمشر په دې اړه د کومې ډلې او یا کوم هېواد نوم وانخیست، خو د افغانستان له عالمانو یې وغوښتل چې د فتنې، جعل او وحشت پر ضد غږ اوچت کړي.

محمد اشرف غني وویل، هېڅوک دې موږ ته د اسلام درس نه‎راکوي، بلکې افغان عالمان ټول د اسلام ښوونکي دي او ټینګار یې وکړ چې د هر هېواد عالمان چې غواړي د افغانستان له علمانو سره مناظره وکړي، نو میدان ته دې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې د اهل‎تشیع او اهل‎تسنن پر جوماتونو او سپېڅلو ځایونو حملې وشوې چې یو شمېر لمونځ کوونکو ته یې تلفات واړول.
دا حملې د افغانستان د سني او شعیه عالمانو د سراسري شورا له‎خوا وغندل شوې.

له دغو پېښو وروسته د افغانستان د قومونو د همغږۍ مرکز په ګډون یو شمېر بنسټونو وویل چې دا ډول حملې د ځینو هېوادونو استخباراتي او بهرنۍ کړۍ او ځینې د نظام په داخل کې خلک هڅه کوي چې د افغانستان د قومونو او مذهبونو تر منځ بې‎اتفاقي رامنځ ته کړي.

افغان کارپوهان په افغانستان کې د مذهبونو تر منځ د مذهبي تفرقي اچونې پړه پر پاکستان، داعش او په لشکر جنګوي ډلو اچوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني اشاره هم همدې هېواد او ترورېستي ډلو ته وه.

ښاغلي سادات وویل:

“هغه وسله‎وال چې په افغانستان کې د داعش او لشکر جنګوي له ادرسه جنګېږي، هغوی په یوه نه، یوه ډول د پاکستان له نظامي استخباراتو سره اړیکې لري او د ولسمشر اشاره هم په مستقیم ډول پاکستان ته وه او غواړي افغان ولس ته پيغام ورکړي او پيغام یې دا دی چې افغانستان یو نه بېلدونکی قوم او ملت دی.”

ښاغلي سادات له نظامې جګړو مذهبې جګړې خطرناکې بولي او وايي، که افغانستان په داسې برخلیک اخته شو، نو د دا ډول جګړو ختمېدل به ستونزمن کار وي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې د مذهبونو د اختلاف په اړه د حکومتي چارواکو له لوري ډاډ ورکول په خلکو مثبت تاثیر اچوي او په هېواد کې د نور اتحاد سبب هم ګرځي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.