ولسمشر غني: افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی

 

تاند (جمعه د حمل ۲۷) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د سقوط په پړاو کې نه دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د خپلو خلک او هېواد د دفاع وړتیا لري.

د ارګ په یوه بیان کې راغلي چې ولسمشر دا څرګندونې تیر ماښام د اذربایجان په کوربتوب د نظامي ګنجوي بین المللي مرکز په ناسته کې وکړې.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له کلونو راهیسې ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول مخته وړي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په هکله د امریکا وروستۍ پرېکړې ته درناوی کوي او د پلي کېدو په برخه کې به یې همکاري ورسره وکړي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د امریکا وروستۍ پرېکړې د دې لامل شوه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو او نه وتلو په اړه د خلکو اندېښنې پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، افغانستان اوس له یوې خوا د سولې پروسې، سیمه ‌ييز اتصال او همکاریو له نوې بڼې او بله ‌خوا د ترهګرو او مجرمانو له نړیوالو شبکو سره مخامخ دی.

نوموړي ویلي چې د ترهګرۍ او جرمي شبکو له کبله د پېښو ناورین مدیریت لپاره باید له افغانستان سره همکارۍ دوام ومومي او په وینا یې چې طالبان دې یا سولې ته غاړه کېږدي او یا به یې هم پر وړاندې مبارزه روانه وي.

محمد اشرف غني سوله ‌ييز او له تاوتریخوالي او جګړې لرې افغانستان د پاکستان په ګډون، د سیمې هېوادونو لپاره مهم بللی دی.

ولسمشر د سولې لپاره د خپلې وروستۍ طرحې په اړه ویلي چې یاده طرحه پر اوربند، د تلپاتې او عادلانه سولې راتلو او د ټاکنو کېدو ولاړه ده.

ولسمشر غني زیاته کړې چې سولې ته د رسېدو لپاره تیار دی، څو د خپلې ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو مخکې ټاکنو ته لاره هواره کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وړمه شپه له افغانستانه د خپلو سرتېرو اېستلو نېټه اعلان کړه. د نوموړي په خبره، د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ به د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په یوولسمې به پای ته ورسېږي.

بلې خوا ناټو هم ویلي چې دغه سازمان به له امریکايي ځواکونو سره یوځای خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د ځواکونو له اېستلو وروسته به هم په ډیپلوماټیکه او بشري برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

بله‌ خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په ارګ کې له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال وویل چې د سرتېرو اېستل یې د دواړو هېوادونو د ستراتېژيکو اړیکو د کمزورتیا په مانا نه دي او هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

طالبانو که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې هرکلی کړی، خو په دغه کار کې د ځنډ له امله یې امریکا د دوحې هوکړې پر نقض تورنه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.