ولسمشرغني: قسم په خدا‌ی په قفسونو کې مو بندوم

 
تاند – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه/د اکتوبر ۱۱مه/ سهار د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د حکومت له ویاندانو سره خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د هغه اواز دې ولس ته ورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند نجیب ننګیال په خپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې ښاغلي غني د حکومت ویاندانو ته په خبرو کې وویل چې ولس ته دې دا خبرې ورسوي چې، «درې کاله مخکې په نړېوال سټېج افغانستان په انزوا کې و. درې کاله وروسته ټوله نړۍ د افغانستان له برحقې داعيې او موقف څخه ننګه کوي. درې کاله مخکې مونږ په انزوا کې و، درې کاله وروسته پاکستان په انزوا کې دی،»
«څلور مياشتې وروسته د ترکمنستان ولسمشر هرات ته راځي او دغ ټاپي د ګازو نل ليکې پرانسته به وکړي. دا ستره ملي پروژه به په برياليتوب بشپړېږي. لومړی به افغانستان ته ګاز ورکوي،»

ننګیال د ولسمشر غني له قوله لیکي، «له پاکستان سره په اړيکو کې په ما باور وکړئ. زه غواړم په معقوليت او دوامداره ډول پاکستان سره ستونزې حل کړم او مونږ د تلپاتې سولې څښتنان شو. افغانستان دوامداره دوست او دښمن نه لري. مونږ يوازې په دوامدارو ملي ګټو باور لرو او د همدې ګټو لپاره سر ورکوو،»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند لیکي چې ولسمشر زیاته کړه، «درې کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. لږ تر لږه اوس په دې ټوله نړۍ او خپله د افغانستان خلک ډاډمن دي، چې نور د نظام د بقا سوال نه دی مطرح او همدا نظام به دوام کوي،»

ولسمشر غني ګاونډي هېواد پاکستان ته د أفغانستان د پخواني احتیاج او اوسني خلاصي په هکله په خبرو کې وویل، «افغانستان نورد کراچۍ بندرګاه ته محتاج نه دی، بلکې وخت به راځي چې کراچۍ به د افغانستان سرکونو او رېل ليکو ته محتاجه وي،»

هغه همدارنګه په امنیتي برخه کې د افغان زده کوونکیو د زده کړې په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، « ۱۰۰ تنه سرتېري مو بهر ته د روزنې لپاره ولېږل. ۶۰ يې بېرته هېواد ته رانغلل. ۵۱۹ تنه هغه ورځ د پوځي اکاډمۍ نه فارغ شو، ۱۰۰ تنه يې په دوهمه ورځ د هلمند جګړې په لومړۍ ليکه کې د وطن په دفاع بوخت و. نور به بورسونو ته د ځوانانو د لېږلو په ځای په وطني او افغاني تربيت ډېره پانګونه وکړو. حکومت نور د ټکټ فروشۍ غرفه نه ده، چې خلک به بهر ته لېږي او دوی به تېښته کوي،»

د ولسمشر په خبرو کې چې د حکومت له ویاندانو سره په غونډه کې یې کړي دي د افغانستان د یو شمېر اړوندو پروژو په هکله هم یادونه شوې او وایي، چې، «څلور مياشتې وروسته د ترکمنستان ولسمشر هرات ته راځي او د ټاپي د ګازو نل ليکې پرانسته به وکړي. دا ستره ملي پروژه به په برياليتوب بشپړېږي. لومړی به افغانستان ته ګاز ورکوي،» او زیاتوي،‌«چا تصور هم نشو کولی چې مونږ به د واخان دهلېز څخه اقتصادي ګټه واخلو او له چين سره به افغانستان وصل کړو. اوس مو له همدې لرې پرتې سيمې نوري فايبرغځول پېل کړي دي،»‌

په افغانستان کې د هغو نامسؤلو وسله والو په نامه چې ځانونه جهادي قوماندانان بولي او ولس یې د چوروچپاول، غصب او وهلو ټکولو له امله تر ډېره د جهادي مافیا په نامه یادوي، ولسمشرغني وایي، «نامسئوله وسله والو ته وواياست چې په خدای قسم په قفسونو کې مو بندوم. ولس له تاسې تېښتې ته راغلی دی،»‌

غني وایي چې د پخوا په نسبت اوس ډېر په حوصله کار کوي او ځان د پخوا په نسبت ډېر مسؤل ګڼي، «وزارت ماليه کې چې وم په لېوني مشهور وم، خو وزارت او ولسمشري فرق کوي. دلته خورا په حوصله کار کوم،»

غني د افغانستان روانه جګړه خارجي ګڼي او وایي، «د افغانستان بحران او جګړه داخلي نه ده. همدا وجه ده چې ډېر وخت مې په بهرنيو سفرونو تېر کړ، تر څو نړۍ قايله کړم او نړېوال ملاتړ خپل کړم،»‌ نوموړی په خپل امریکایي سیال حساب کوي او وایي،‌ «د نړۍ په ولسمشرانو کې ولسمشر ټرمپ يوازې ما سره ښې اړيکې لري او زما يې تر ټول تود هرکلی وکړ. دا ځکه چې امريکا ته تر سفر مخکې مې درې مياشتې په دې کار کړی و، چې ولسمشر ټرمپ سره به په کومو مسايلو خبرې کوم،»‌

د افغانستان ولسمشر وړاندې وایي، «په ښارواليو کې مو واضح تغيرات راوستي او ډېر خلک د ښارواليو له خدمتونو نه خوشاله دي. د واک په ټوله موده کې مې د قضا او څارنوالۍ په چارو کې هيڅ مداخله نه ده کړې. د ټولو ولايتونو قاضيان مې بدل کړي او معاشونه يې بهتره شوي،»‌

په داسې حال کې چې په وروستیو کې د جلال اباد په شمول په یو شمېر ښارونو کې امنیتی وضعیت ډېر خواشینوونکي حد ته رسېدلی، ولسمشر د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هکله د خبرو پر وخت وویل، «اردو مې په درې کالو کې له انحصاره واېسته او په واقعي مانا ملي اردو ده. د مسلکيتوب او غير سياسيتوب لپاره يې هم کار کوو. پوليس جدي اصلاحاتو ته ضرورت لري. وخت راکړئ چې پوليس او کورنيو چارو وزارت هم له انحصاره وباسم او داسې پوليس ولرو چې د ولس د باور وړ وي،»‌

ویل کیږي چې افغانستان له ۳ تریلیونه ډالرو څخه د ډېر ارزښت لرونکي کانونه لري،‌ خو نژدې ټول تر ځمکې لاندې دي او افغانان لا هم د پخوا په څېر د بې وزلۍ ژوند تېروي.‌ ولسمشر وایي، «افغانستان غني طبعي زېرمې لري. د سترو معدنونو استخراج مې ځکه بند کړی چې مونږ اوس په دې وضعيت کې نه يو چې د سترو ملي معدنونو استخراج وکړای شو، نه غواړم په عجولانه پرېکړو دا ملت له خپل اصل ثروت او دولت څخه بې برخې کړم. په مناسب فرصت کې به په معدنونو کار کوو، په داسې بڼه چې ګټه يې هر افغان ته ورسېږي او هر افغان شتمن شي. زمونږ د معدنونو پورې د ملت هيلې تړلي،»

په پای کې ولسمشرغني د ښوونې او روزنې د وضعیت او د فساد د ورکاوي په هکله او همدارنګه د خپل کاري مهالوېش په هکله خبرې کوي او وایي، «د ښوونې وزارت او د ښوونې اوسنی وضعيت ستره فاجعه ده. په اساسي حل لارو يې کار کوو. د تدارکاتو ۱۱۷ جلسې مې په خپله رهبري کړي، تر څو فساد ورک کړم. په ۲۴ ساعتونو کې ۵ ساعته خوب کوم.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.