ولسمشرغني: امنیتي ارګانونه دې د امنيت په ټينګښت کې زياتې هڅې وکړي

 

 

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٦): د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې ولسمشر امنیتي ارګانونو ته د امنيت په ټينګښت کې د ټولو هڅو د کارولو د لارښوونې ترڅنګ، امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې له غیر مسوولو وسله والو څخه د وسلو راغونډولو په موخه مشخص پلان ترتیب او ژر یې عملي کړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه د امنیتي ارګانونو د ارشد مقاماتو په ګډون، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، لوی څارنوال فرید حمیدي، د سیمه‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل او څو لوړپوړو مقاماتو برخه لرله، د «کابل پروسې» کنفرانس د امنیت د ټینګښت له امله یې د امنيتي ځواکونو د کوښښونو قدرداني وکړه.

د ملي امنيت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې له نیول شوي کس څخه د څېړنو د انکشافاتو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

سرچينه زياتوي، په دې اړه لارښوونه وشوه چې څېړنې دې په هر اړخیزه توګه وشي.

دغه راز لوی څارنوال فرید حمیدي په ځانګړي ډول د کابل د وروستیو پېښو د تحقیقاتو په اړه راپور ورکړ، ويې ویل، لويه څارنوالي وروستۍ پېښې څېړي او د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.

په دې غونډه کې د هغو دیارلس تنو سرتېرو چې د تېرې اونۍ په پېښه کې ووژل شول، سرښېندنې او کارنامې وستایل شوې او کورنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې د قربانيانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.

په دې ناسته کې امنیتي ارګانونه مکلف شول چې له غیر مسوولو وسله والو څخه د وسلو راغونډولو په موخه مشخص پلان ترتیب او ژر یې عملي کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، غونډې امنیتي ارشد مقاماتو ته لارښوونه وکړه چې د کابل، ډیپلوماټیکو سيمو او نورو ولایتونو د امنیت د ټینګښت په اړه هر اړخیزې هڅې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.