وقاد: له پاکستاني زندانونو نه د طالب بندیانو را خلاصولو پروګرام چمتو شوی

 

 

دازادی راډیو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ له پاکستاني زندانونو نه د افغان طالب بندیانو د راخلاصولو پروګرام چمتو شوی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ افغان حکومت له پاکستاني زندانونو نه د افغان طالبانو د راخلاصولو پرورګرام چمتو کړی، خو په خبره یې په دې اړه باید لومړی له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي.

ښاغلي وقاد وویل؛ په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د سولې د عالي شورا د اجرائیه کمېټې په ناسته کې د یادو هڅو د پیلېدو د دقیق وخت په اړه پرېکړه وشي.
نوموړي زیاته کړه:

“تر دې دمه په دې اړه عملي اقدام نه دی شوی، خو پروګرام جوړ شوی دی، د سولې عالي شورا په پام کې لري چې په دې اړه له پاکستان، طالبانو او د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړي، په اوس وخت کې شرایطو فرق کړی او د نړیوالې ټولنې تمرکز هم د سولې په ټینګښت دی، پاکستان هم په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی او کېدای شي طالبان هم لېوالتیا وښيي.”

ښاغلي وقاد په خپلو خبرو کې د بندیانو د تبادلې هم وویل، خو دا يې په ډاګه نه کړه چې د پاکستان په زندانونو کې د پرتو طالب بندیانو سره به په کومو شرایطو کوم بندیان تبادله کېږي.

خپلواک: د طالب بندیانو د خلاصون سر بېره د سولې لپاره ټول امکانات کاروو

تر دې وړاندې هم افغان حکومت د سولې د خبرو اتر د بریالي کېدو لپاره د پاکستان له زندانونو څخه د افغان طالبانو خوشې کېدل یو ښه بدیل بللی وو او د تېر حکومت پرمهال هم اسلم اباد د کابل په غوښتنه د پاکستان له زندانونو د طالبانو نږدې دېرش استازې خوشې کړي وو.

خو د ملي شورا د غړو او یو شمېر مدني فعالانو غبرګون یې په اړه دا و، چې دا کار به د سولې په بهیر کوم مثبت اغیز ونه لري او برعکس، خوشې شوي طالبان به بېرته د افغان حکومت پرضد وجنګېږي.

اوسمهال بیا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي د پاکستان له زندانونو نه د طالب بندیانو خوشې کول یو پر ځای اقدام ګڼي.

د دغه کمېسیون غړی نادر خان کټواری که څه هم د دغه اقدام ملاتړ کوي، خو وايي چې دا چاره به د سولې پر بهیر ډېر مثبت اغیز ونه لري.
نوموړي زیاته کړه:

“دا د افغان دولت دنده چې خپل خلک د پاکستان له زندانونو نه راخلاص کړي، دا کار به تر یوې اندازې د سولې په پروسې تاثیرات ولري خو زما په نطر ډېر ګټور به ثابت نه شي، ځکه چې د طالبانو مشران لا هم د پاکستان تر مستقیم تاثیر لاندې دي.”

د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان او کابل ته د پاکستان د لوی درستیز تر سفر وروسته، افغان حکومت هیله من دی چې پاکستان به د ترورېزم په وړاندې په مبارزه او د سولې په بهیر کې رښتینی عمل وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون او سولې شورا رئیس ګل رحمان قاضي ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له زندانونو نه د طالب بندیانو راخلاصول، کېدای شي له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په برخه کې یو شین چراغ وي.
نوموړي زیاته کړه:

“دا یو شین چراغ دی، خو دا چې د یو عادلانه او تلفاتې سولې لپاره په راتلونکې کې څه ډول ګامونه اخیستل کېدای شي، دا یو صادقانه عمل ته اړتیا لري.”

دی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د دغه بندیانو د راخلاصولو سم مدیریت وکړي او پرې نه ږدې چې پاکستان له دوی نه د سولې له بهیر سره د مرستې پر ځای د ځان په ګټه کار واخلي.

راپور: اکرام الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.