وفادار: مخالفينو پلان درلود چې کندهار، ارزګان او هلمند ونیسي
دآزادی راډیو
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار وايي، طالبانو او د دولت نورو وسلهوالو مخالفينو په روان کال کې پلان درلود چې کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونه ونیسي.
ښاغلي وفادار دا څرګندونې پرون په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مشر وايي، افغان ځواکونو د ناټو له ملاتړ پرته په یوازې سر د جنوب له ولایتونو دفاع کړې ده او د دولت د وسلهوالو مخالفینو بریدونهيې پر شا تمبولي دي.
د هلمند او ارزګان په ګډون د جنوب یو شمېر ولایتونه په روان میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسلهوالو مخالفینو تر منځ د سختو او خونړیو جګړو شاهد دي.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه
نظرات بسته شده است.