وسله‌والو حمله کوونکو کابل کې پر کاونټر پارت مؤسسې حمله کړې

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر کاونټر پارت خیریه مؤسسې برید …
په کابل ښار کې چاودنه وشوه.

د کابل امنیه قومانداني چاودنه تأییدوي او وایي چې دغه پېښه د کابل ښار په شهرنو سیمه کې شوې ده.

نور جزیات وروسته …

تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر کاونټر پارت خیریه مؤسسې برید د وسله‌والو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې په کاونټر پارټ​ موسسې نن له غرمې مخکې په یوې چاودنې سره برید پیل شو او وروسته بریدګر یوې څلورپوړېزې ودانۍ ته ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

“اوس وخت افغان پوځیان درېیم منزل تصفیه کوي، هڅه دا ده چې ژر دا بریدګر ووژل شي، موږ اول یو نیم سل کسان وژغورل او تازه مو ۱۲ تنه نور کسان هم د برید له سیمې وژغورل.”

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په کاونټر پارت نړیوالې موسسې د طالبانو نننی برید غندلی دی.

یوناما په ټوېټر کې لیکلي چې په کابل کې پر روژتي ملکیانو نننی برید ناهیلی کوونکی دی.

بل خوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي چې په یوې امریکايي غیر دولتي موسسې د طالبانو نننی برید شدیداً غندي.

ده دغه خبره په خپل ټوېټر کې لیکلې ده.

وسله والو طالبانو په کاونټر پارټ نړیوالې موسسې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې ګڼو افغان پوځیانو ته یې مرګ ژوله اړولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې د حمله کوونکو د حملې له سیمې ۱۲ تنه نور د کاونټر پارټ کارکوونکي او عام خلک ژغورل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کاونټر پارت مؤسسې دوهم پوړ هم تصفیه شو او تصفیوي عملیات دوام لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.