وزيري: سرحدي ځواکونه له هدايت پرته د پاکستان بريدونو ځواب ورکولى شي

 

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد سرحدي ځواکونه کولى شي چې له هدايت پرته د پاکستاني ځواکونو د بريدونو ځواب ورکړي.

له يو څه مودې وقفې وروسته پاکستاني ځواکونو دوه ورځې مخکې يو ځل بيا پر کونړ ولايت نږدې ٢٠٠ توغندي وتوغول چې له امله يې څلور ملکي وګړي ټپيا شوي دي.

پاکستان دغه کار له تېرو څو کلونو راهيسې ترسره کوي چې له امله يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد سرحدي قطعات کولى شي چې د مرکز له هدايت او امر پرته د پاکستاني ځواکونو د بريدونو ځواب ورکړي.

هغه زياته کړه، د هېواد په هره برخه کې چې له ځمکني بشپړتيا څخه سرغړونه وکړي او څوک تېرى وکړي؛ نو افغان ځوکونه به يې ځواب ورکوي.

جنرال وزيري وايي، پاکستان په بد وضعيت کې قرار لري، پرې نړيوال فشارونه هم زيات شوي او ورځ تر بلې يواځې کېږي.

د ملي دفاع وزارت وياند زياتوي: ((پاکستان د افغان حکومت د مثبتو سياستونو او هڅو په پايله کې تر نړيوال فشار لاندې راغلى او دا ډول بريدونو سره غواړي د خلکو پام بل لوري ته واړوي.))

د نوموړي په وينا، سرحدي قطعاتو ته امر شوى، له کوم ځايه چې بريدونه کېږي، هماغه سيمې دې په نښه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.