هند: له افغانستان سره په ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکوو

 

تاند (چهارشنبه د جدي ۲۴) ولسمشر اشرف غني وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په افغانستان کې د ثبات ضمانت کوونکي او له سیمه ییز او نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبه په ارګ کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره په لیدنه کې وکړې.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او د سولې د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړولو په برخو کې د همکاریو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشوې.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې ټينګار کړی دی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په افغانستان کې د ثبات ضمانت کوونکي او له سیمه ییز او نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دي.

په دې لیدنه کې د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم له خپل هندي سیال اجیت دووال سره لیده کاته کړي دي.

د ملي امنيت شورا دفتر نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي محب نن په کابل کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره وکتل او په دوه اړخیزو ستراتېژيکو موضوعاتو، د تروريزم پر ضد د ګډو هڅو او همغږۍ او سولې پروسې د پياوړتيا په اړه یې خبرې وکړې.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.