هند د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې ۱۱۶ پرمختیايي پروژې جوړوي

 

 

تاند- هند اعلان وکړ چې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې به ۱۱۶ داسې پرمختیايي پروژې پیل کړي چې د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته کوي.

هند دا اعلان څو اوونۍ وروسته له دې وکړ چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان په چارو کې د هند د لا زیات ګډون غوښتنه وکړه او د چهارشنبې په ورځ /سپټمبر ۱۹/ د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي وویل چې په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول منلی نه شي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۱۶ پرمختیايي پروژو د جوړولو پرېکړه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې په څنګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشیما سوارج په کتنه کې وشوه.

مېرمن سوارج د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل«هند او افغانستان موافقه وکړه چې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د خلکو د ژوند د ښېګڼې لپاره ۱۱۶ پروژې پیل کړي. »

دې همداراز وویل«پر دغو اغېزمنو پروژو سربېره، هند په افغانستان کې د ۶ نورو پروژو وړاندیز کړی دی چې یوه یې افغانستان ته د بېرته ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د ارزان بیه کورونو د جوړولو په اړه ده، بله د سړکونو د وصلولو، همداراز د ملي پارک او اقتصلادي پرمختګ په اړه دي.»

د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظمې په افغانستان کې د سولې پر امکاناتو هم خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل چې اجراییه ريیس عبدالله عبدالله به ژر هند ته سفر وکړي او هلته به له هندي سوداګرو او پانګوالو سره په افغانستان کې د کرنې د پراختیا، انساني پانګونې، د اوبو د مدیریت او د هوايي کوریدرو (دهلېز) په اړه خبرې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.