هند د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د راکړو ورکړو پر زیاتېدا سلا وکړه
تاند(چهارشنبه، د میزان ۷) هند او د منځنۍ اسیا ۵ هیوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان ژمنه وکړه چې له یو بل سره د ارتباطاتو په شمول په بېلابېلو برخو کې به اړیکې پراخوي.
د شپږ واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په خپله انلاین غونډه کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر هم پکې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون درلود، په خپل منځ کې پر تماسونو خبرې وکړې.
د هند د باندنیو چارو وزیر ډاکتر ایس جي شینکر په پرانستونکې وینا کې وویل «موږ د تروریزم، سختدریځۍ، او د مخدرو موادو د قاچاق په شان ګډې ستونزې لرو. دا ټولې مسلې موږ په طبیعي شرکانو بدلوي.»
د دې انلان غونډې په لړ کې هند د مواصلاتو، ارتباطاتو، انرژۍ، مخابراتو، روغتیا، تعلیم او کرنې په برخو کې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د یوملیارد ډالره کریډیت ورکولو اعلان وکړ.
د هند او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري ځکه چې دا هیوادونه یوازې د افغانستان له لارې راکړه ورکړه کولی شي او هند وارمخکې د ایران په چاه بهار بندر کې پانګونه کړې ده.
د هند د باندنیو چارو وزیر وویل، نوی ډیلی د چاه بهار بندر له لارې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د ارتباطاتو زیاتولو ته لېوالتیا لري او له افغانستان سره هوايي کوریدور هم لري چې له طریقه یې نوي ډیلي، مومبي او د هند نورو برخو ته افغانستان صادرات کوي.
د شپږ هیوادونو د غونډې په پای کې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هلوځلو ملاتړ شوی او ویل شوي چې دوی په افغانستان کې د وروستیو دوو لسیزو د سیاسي – ټولنیزو پرمختګونو او بریاوو ملاتړ کوي.
نظرات بسته شده است.