هند افغانستان ته د دوه نورې جنګي څرخکې ورکړې

 

تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د ملي دفاع وزارت وايي، هند نن سه شنبه دوه نورې (MI-35) بلاروسۍ جګړه ییزه وړتیا لرونکې څرخکې ورکړې.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، دا دوه څرخکې نن په کابل کې د هند د سفیر ویجی کومار لخوا د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ته تسلیم شوې.

هند څو کاله وړاندې هم افغانستان ته ۴ مي ۲۴ ډوله څرخي جنګي الوتکې ورکړې وې.

څو کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال کمپبیل هغه مهال د دغو څرخي الوتکو په اړه ویلي وو، له کله راهیسې چې افغانستان ته دا الوتکې ورکول شوې دي، پر طالب جنګیالیو هوايي بریدونو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

مي ۳۵ د مي ۲۴ ډوله الوتکو تر ټولو نوی او وروستی موډل الوتکې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.