نېکلسن: امریکا ماته نه‌خوري او طالبان له سولې پرته بل انتخاب نه‌لري

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان او د امریکا سفارت سرپرست وايي، طالبان د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو پرته بل انتخاب نه‌لري.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او د امریکا سفارت سرپرست هوګو لارنس وايي، طالبان په دې پوهېدلي چې جګړه نه‌شي ګټلی نو ښه به وي چې د سولې لاره انتخاب کړي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې د افغان ځواکونو د ماتې فکر اوس نه‌شته.

جنرال جان نېکلسن وايي، طالبان په تېر یوه کال کې سخت ځپل شوي او د ده مشوره ورته دا ده چې د افغانانو پر وړاندې جګړه بس کړي.
نوموړي زیاته کړه:

“موږ به په افغانستان کې ماته ونه‌خورو، زموږ ملي امنیت همداراز د افغانستان امنیت او په ورته وخت کې زموږ د ټولو ملاتړو امنیت دې مسئلې پورې تړلی دی، طالبانو ته وایم چې تاسو یو ساده انتخاب لرئ او هغه دا دی چې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې جګړه ودروئ.”

جنرال نېکلسن وايي، طالبان پر یوې جنایت‌کارې ډلې بدل شوی چې د مخدره موادو د قاچاق، وژنو او تښتوونو له لارې غواړي خپلې لیکې پیاوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له طالبانو غوښتي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ له لوړپوړو افغان امنیتي چارواکو سره په ناسته کې وویل که طالبان په دې فکر کې دي چې د جګړې له لارې به افغان حکومت وپرځوي او دې جغرافیې ته به تغییر ورکړي نو دا فکر دې له سره وباسي.

اخوا طالبانو بیا د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ له اعلان وروسته دا ویلي چې تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه‌وي وتلي دوی به جګړې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وویل چې طالبان به ټولنه کې وېره او وحشت خپور کړي، خو بریا یې امکان نه‌لري.
نوموړي زیاته کړه:

“طالبان یو انتخاب لري، هغوی کولای شي چې افغانان ووژني، په ټولنه کې وحشت خپور کړي او وجنګېږي، خو د بریا لپاره‌یې امکان نه‌شته نو باید د سولې لاره غوره او جګړه پای ته ورسوي.”

د امریکا دغو پوځي او سیاسي لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان پر قاطع او جدي اقداماتو هم ټینګار وکړ.

له دې ټولو سره سره په کابل کې یو شمېر سیاسي ګوندونه او سیاسي څېرې که څه هم د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي په سیمه کې د ثبات لپاره ګټوره بولي، خو وايي که بیا هم د امریکا ستراتېژي یوازې د کاغذ پ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.