نیکلسن وايي پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

 

تاند- په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن وايي، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نیکلسن پرون /سې شنبه/ خبریالانو ته وویل، د اسلام اباد په وړاندې د ولسمشر ټرمپ له سخت دریځ سره سره دغه هیواد تراوسه پورې د سختدریځو ملاتړ بس کړی نه دی.

امریکايی چارواکي له ډېرې مودې راهیسې وايي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي او دا ډلې د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري.

ولسمشر ټرمپ په اګست میاشت کې د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال پر پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په خاطر کلک انتقاد وکړ.

ده پاکستان په دې تورن کړ چې «شرغوښتونکو» ایجنټانو ته یې پناه ورکړې او ویې ویل چې پاکستان هغو سختدریځو ته خوندي پناهځایونه ورکړي دي چې د افغانستان د حکومت پر ضد جنګېږي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، هیله لري چې پاکستان به په خپله تکلاره کې بدلون راوړي او تروریستان به له منځه یوسي.

نیکلسن زیاته کړه، باور لري چې د طالبانو مشران په پاکستان کې مېشت دي او سرګروپان یې په افغانستان کې جنګېږي.

نیکلسن همداراز وویل، له نورو جګپوړو امریکايي چارواکو سره په دې خبره موافق دی چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی له حقاني شبکې سره اړیکې لري.

امریکا په ۲۰۱۲ م کال حقاني شبکه د تروریستانو په لیست کې شامله کړه.

پاکستان وايي چې د تروریستانو په ځپلو کې یې له امریکا سره زیاته همکاري کړې ده.

امریکايي پوځیان په جګړه کې ګډون کوي

جنرال نیکلسن وايي، په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو زیاتوالی به، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي، تر ۲۰۱۸ پورې طالبان وځپي خو ده په عین حال کې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې امریکايی پوځیان به له خطر سره مخامخ وي.

نیکلسن خبریالانو ته وویل، په راتلونکي جنګي فصل کې به د افغانستان د جګړې په میدانونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ پوځي سلاکاران موجود وي.

د نیکلسن په وینا دا امریکايي پوځیان به د کنډک په کچه فعالیت وکړي.

په یوه کنډک کې عموماً له ۳۰۰ تر ۴۰۰ سرتېرې وي.

جنرال نیکلسن ونه ویل چې ایا دا کنډکونه به هوايی ملاتړ یا د څارنې وړتیا لري او که نه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.