نیویارک ټایمز: د نړۍ په سلو کې ۸۰ سلنه تاریاک په افغانستان کې تولیدېږي

 

دآزادی راډیو

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مخدره موادو په تړاو په یوه مقاله کې لیکلي چې دغه هېواد د نړۍ په سلو کې ۸۵ تاریاک تولیدوي.

په داسې حال کې چې تر دې مخکې د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویلي وو چې د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه تاریاک له دې هېواده بهر پروسس کېږي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تازه مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې نیمه برخه تولید شوي تاریاک، په دې هېواد کې پروسس کېږي.

د مقالې ليکوال د افغان او لوېديځو چارواکو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې دننه د تاریاکو پروسس د نشه يي توکو قاچاق اسانه کړی دی.

په مقاله کې دا هم راغلي چې وسله وال طالبان د تاریاکو له تولید او قاچاق نه لږ تر لږه په سلو کې ۶۰ عواید ترلاسه کوي.

د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت بیا په روان کال کې د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د تولید د زیاتوالي له امله اندېښنه ښيي.
​د دې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل:

“له بده مرغه د تېر کال په پرتله په روان کال کې، د مخدره موادو په کښت او تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې ستر لامل یې په افغانستان کې ناامني ده، ځکه په ناامنه سیمو کې د نشه يي توکو مافیا ته د کار زمینه برابره ده او بل دا چې د مخدره موادو ټرانزیټ هم د سیمې د هېوادونو له لارې کېږي، که د ټرانزیټ مخه یې ونیول شي او په نړیواله کچه یې تقاضا راکمه شي، د مخدره موادو کاروبار به په افغانستان کې له منځه ولاړ شي.”

تر دي مخکې د فرانسې خبرې اژانس هم د ځينو چارواکو په حواله لیکلي وو چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د هیرویینو تولید تر ډېره خپل کړی او له دې لارې ميلیاردونه ډالر ترلاسه کوي.

د مخدره موادو او قانون د تنفیذ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چاور وزارت مرستیال ویلیم براون فیلډ هم په کابل کې خبریالانو ته ویلي و و چې وسله وال طالبان خپل ټول مخدره محصولات په افغانستان کې دننه پروسس کوي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمېسیون وايي، د نشه يي توکو فابریکې د افغانستان په ناامنو سیمو کې فعالې دې او وسله وال طالبان پرې کنټرول لري.
د دغه کمېسیون مشر هاشم الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

“د افغانستان په هره هغه سیمه کې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، هلته د تاریاکو د پروسس فابریکه شته، د نشه يي توکو هغه اصلي مواد چې دلته پروسس کېږي، دې سره مرسته کوي چې د انتقال لپاره یې اسانتیا رامنځ ته شي او بیا یي بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کوي.”

یو شمېر سياسي کارپوهان په دې باور دي، که چیرې له مخدرو موادو او ترورېزم پر وړاندې مبارزې هم مهاله پر مخ یوړل شي، مثبته نتیجه به ولري.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال محمد ظفر وايي، ناامنیو د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاقو ته زمینه برابره کړې او د کوکنارو کښت او تولید هم په ناامنه سيمو کې روان دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.