نواز شریف د محکمې لخوا تر سلب صلاحیت کېدو وروسته له دندې استعفا ورکړه
دآزادی راډیو
د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سترې محکمې د پرېکړې له ننني اعلان وروسته چې دی یې د فساد په یوه قضیه کې سلب صلاحیت کړ، له خپلې دندې استعفا وکړه.
نوازشریف نن وروسته له هغه د پاکستان صدراعظم په توګه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه چې سترې محکمې د ده او د ده د کورنۍ د غړو پرضد د فساد د ادعاوو له اوېدو وروسته دی سلب صلاحیت کړ.
د صدراعظم د دفتر یوه ویاند نن په یوه بیان کې تائید کړه چې ښاغلي شریف له خپلې دندې څخه استفعا کړې ده.
د پاکستان سترې محکمې پر ښاغلي شریف د فساد د تورونو په دې قضیه کې پرېکړه نن اعلان کړه.
په قضیه کې د لګول شویو تورونو له مخې د شریف د کورنۍ د غړو ډېره برخه شتمني په بهر کې ده.
د نوازشریف پر لور مریم شریف او د کورنۍ پر ځینو نورو غړو تور دی چې په لندن کې یې د خپلو قیمتي اپارتمانونو د مالکیت جعلي اسناد جوړ کړي.
مریم شریف
مریم شریف
په دوسیه کې همداراز په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې نوازشریف په واک کې و، د فساد تورونه هم شته خو ده د هرراز غیرقانوني کار تورونه رد کړي.
پر نوازشریف دعوا د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان له خوا چې د اپوزېسیون مهمه ډله ده ترتیب شوې وه.
د محکمې په پرېکړه کې د نوازشریف پر بې صلاحیته کولو سربېره همداراز حکم شوی دی چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې باید پر شریف او د هغه د کورنۍ د تورنو غړو پرضد د فساد دوسیه ترتیب شي.
په پاکستان کې نظرپوښتنې ښيي چې د دې هېواد خلک او سیاسي ګوندونه د محکمې د حکم په اړه په دوو ډلو ویشل شوي- ځینې کسان د محکمې د حکم ملاتړ کوي خو ځینې نور بیا پرده او د ده پر کورنۍ د لګول شویو تورونو فسخ کېدل غواړي.
نوازشریف په دې مشهور دی چې د پاکستان په سیاسي صحنه کې د دې هېواد د ځواکمن پوځ له رول سره مخالف و او ځکه د خپلې واکمنۍ په دوو مخکینیو دورو کې هم د پوځ له خوا له واکه لیرې شوی دی.
نظرات بسته شده است.