نهان: د کانونو د ناقانونه استخراج مخنیوي کې جدي یوو Ju

تاند

کانونو وزارت ومنله چې د هیواد ګڼو ولایتونو کې د معادنو ناقانونه استخراج روان دی.

د کانونو سرپرستې وزیرې نن یو خبري کنفرانس ته وویل، وزارت دا ټولې سیمې تشخیص شوي او په دې هم خبر یوو چې کومې سیمې نه کوم ډول معدن استخراجیږي.

نرګس نهان وايي، له دغو کسانو سره یې خبرې شوې دي او ژمنه یې ترې اخیستې که تخنیکي او فني ستونزه ونه لري نو د کار جواز دې واخلي او بیا دې په قانوني ډول معدنونه وباسي.

نوموړې زیاته کړه، داسې سیمې هم شته چې وزارت یې د چاپیریالي او فني ستونزو له کبله پر معدن کارانو ویشلی نه شي، خو په وینا وزارت جدي هڅه کوي چې د ناقانونه کان کیندنو مخه ونیسي.

نوموړې وایي، کانونو وزارتد کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري چې د ناقانونه کان کیندو مخنیوی وکړي.

نوموړې وایي، تر اوسه یې کاپيسا، پنجشیر، پروان د ناقانونه کیندنو په اړه راپور بشپړ شوی او هغه یې امنیت شورا ته استولی دی.

نوموړې زیاته کړه، په کوردننه پانګه والو لپاره پر کانونو د پيسو د لګولو زمینه برابره شوې او اوس وزارت په کوچنیو کانونو او پروژو کې داخلي پانګه والو ته لومړیتوب ورکوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.