نن یکشنبه، اشرف غني د “م.م” اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه نیویارک ته روانېږي. ولسمشر غني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۷۲مې غونډې په عمومي کلني بحث کې چې د سې شنبې په ورځ ده، د ګډون لپاره متحدو ایالاتو ته ځي.

په دې سفر کې له ښاغلي غني سره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمېر نور لوړ رتبه دولتي چارواکي ملګري دي.

ټاکل شوې چې ښاغلی غني د را روانې چهارشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډې ته وینا وکړي.

د ارګ د مرستیال ویاند، نجیب‎الله ازاد په وینا، ولسمشر غني به د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره جلا–جلا کتنې هم ولري

نجیب‎الله ازاد وویل:

“جمهور رئیس به د بېلابېلو هېوادونو د ولسمشرانو او لومړېو وزیرانو سره هم وګوري او په دوه اړخېزو لیدنو-کتنو کې به پر بېلابېلو مسایلو به خبرې وشي.”

غني له ټرمپ سره هم ګوري
د رویټرز خبري اژانس په حواله، ټاکل شوې چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د را روانې پنجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

یوه دولتي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر غني به د امریکا له ولسمشر او د پاکستان له صدراعظم سره خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ویب سایټ په حواله، د سازمان د غړو هېوادونو غونډې تېره اوونۍ لاپېل شوې خو عمومي بحث به یې د راتلونکې سې شنبې په ورځ وي.

د سازمان د غړو هېوادونو استازو د انسانانو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو، په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د ټینګولو او غیر قانوني مهاجرتونو پر شرایطو بحثونه کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس مطبوعاتي دفتر نیویارک ته د هغه سفر ډېر جزئیات نه‎دي څرګند کړي خو مسؤلینو یې ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د ملاقاتونو او امریکا ته د هغه د سفر نور جزئیات به نن په یوه خبري غونډه کې څرګند شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم نیویارک ته د دې سفر پر مهال، د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له استازو او چارواکو سره خبرې وکړي.
په زړه پورې منځ‌پانګه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.