نن شپه ۱۲ بجې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی به عملاً نن شپه ۱۲بجې پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو احضارات پرځای دي، خو د یوې اوونۍ په اوږود کې به د طالبانو خلاف عملیات نه کوي.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې له طالبانو سره د تاتریخوالي کموالي نن شپه ۱۲ بجې پېلېږي.

هغه زیاته کړه: “افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بپشړ چمتوالی نیولی، د یوې اوونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اوونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلېږي.”
ښاغلي فیصل زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د پخوا په شان د خلکو د امنیت د تاسیساتو او لویو لارو ساتنې خپلې دندې مخ ته وړي، له طالبانو پرته به نورو تروریستي ډولو باندې حملې همداسې روانې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک کېدونکي احمتالي هوکړې مخکې په افغان جګړه کې ښکېلو خواوو هوکړه کړې وه، چې یوې اوونۍ لپاره به تاتریخوالی راکموي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د سولې پر موضوع د حکومت پوه لوړپوړي چارواکي ازادي راډیو ویلي و، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ کې به د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه راکم شي.

سرچینې زیاته کړې، طالبان اوس‌مهال په ورځني ډول نږدې ۷۵ بریدونه کوي، خو دا شمېر به ۱۵ ته راټیټ شي.

دغه راز به طالبان پر هېڅ ښار برید نه‌ کوي، د امریکايي ځواکونو پر نظامي مرکزونو به هېڅ ډول ډزې نه‌ کېږي.

همداراز د افغان ځواکونو یوازې لوی نظامي مرکزونه لکه قول اردوګانې او کنډکونه به تر برید لاندې نه‌راځي او پر لویو لارو به هم د طالبانو له‌خوا هېڅ ډول نظامي عملیات نه‌ کېږي.

سرچینه زیاتوي، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې سره سم به افغان او امریکايي ځواکونه هم پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه‌ کوي، خو که چېرې طالبان پر افغان ځواکونو کوم برید کوي، افغان ځواکونه به دفاع کوي او امریکايي لوری به د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ګډه نظامي شبکه جوړېږي چې په ورځني ډول له دې بهیر څارنه وکړي او ټول معلومات‌یې په دوحه کې له طالب لوري سره شریک کړي.

په ورته وخت کې که څه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د تاوتریخوالي د نېټې په اړه څه نه وايي، خو نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د هوکړې له لاسلیک مخکې امنه فضا رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړه: “د هوکړې له مخې د توافقنامې له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلېږي د باور جوړونې لپاره زندانیان هم ازادیږي طالبان هوډ لري، د توافقنامې د لاسلیک نه څو ورځې مخکې مصئونه فضا رامنځته کړي.”

په ورته وخت کې د طالبانو یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل، که چېرې امریکا او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمښت ته ژمن وي نو دوی هم سر له سبا د تاوتریخوالي کموالي ته ژمن دي.

خو افغان حکومت د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو یوې سرچینې له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و، چې د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به افغان ځواکونه شپني عملیات، هوايي بریدونه او نور پای ته رسوي، تر خوا به یې طالبان هم لوی بریدونه نه‌کوي.

که څه هم له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه ‌لیک لاسلیک شوی نه ‌دی، خو ویل کېږي چې د دې هوکړې په متن کې د تاوتریخوالي د کمېدو سربېره، پر اوربند هم تمرکز شوی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د امریکايي چارواکو نظر هم را واخلو خو تراوسه نه یو توانېدلي.

که څه هم تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نه ده لاسلیک شوې، خو ویل کېږي، د هوکړې په متن کې د تاوتریخوالي له کموالي سربېره، په اوربند هم تمرکز شوی.

که د تاوتریخوالي اوونۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي، احتمال لري، چې امریکا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې له افغانستان د امریکايي، او ورسره هم تړون هېوادونو او ناټو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

له بل لوري داسې وړاندوینه کېږي، چې د هوکړې له لاسلیک لس ورځې وروسته به په لومړي ځل د افغان حکومت، افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې پيل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.