نن دوشنبه نوې ډېلي د “رېک” ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه ده

دآزادی راډیو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نوې ډېلي ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن به د هند او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سوشما سواراج او وانګ یي سره د سیمه‌ییز امنیت، تجارت او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې، هند او چین د ډلې یا رېک “RIC” په ۱۵مه غونډه کې ښايي د افغانستان، منځني ختیځ او شمالي کوریا د ټاپو وزمې په اړه هم خبرې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، په دې غونډه کې به احتمالاً د ترورېزم او مخدره موادو پر ضد د مبارزې او په نړۍ کې د امنیت د خوندي کولو لپاره د نړیوالو استخباراتي معلوماتو د تبادلې د اسانه کولو پر هڅو هم بحث وشي.

د دې غونډې په درشل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل چینايي سیال وانګ یي سره وکتل او ټاکل شوې چې له مېرمن سواراج سره به جلا کتنه وکړي.

تمه ده چې د لاوروف او سواراج په کتنه کې د لارجودو د ټرانزیتي لارې د مهمې پروژې په اړه خبرې وشي.

دا هغه پروژه ده چې هند، ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا له اروپا سره وصلوي.

دا سړک ۷۲۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې له اذربایجان او روسیې څخه هم تېرېږي او د اروپا تر شمال لوېدیځ پورې غځېږي.

نږدې یوه اوونۍ مخکې ایراني چارواکو د ایران په جنوب ختیځ چابهار بندر کې چې تهران غواړي د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره‌یې د ټرانزیت په مهم مرکز بدل کړي اضافي برخې پرانیستې.

هند هم دې بندر ته د ستراتېژیک اهمیت په سترګه ګوري ځکه کولای شي د پاکستان پر ګوادر بندر د افغانستان اتکا کمه کړي او په وچه کې راګیر افغانستان د هند متحد هېواد دی.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې هند او چین د بهرنیو چارو وزیران به د خپلو خبرو په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.